فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د خیبر پښتونخوا تحریک انصاف ګوند حکومت وایي، د پېښور پر چټک بس سروس پروژه یا (بي آر ټي) زیاتره کار سر ته رسېدلی دی، او راروانه میاشت به یې پرانسته کوي.
د کوز دیر د تالاش سیمې یو ځایي خبریال عبدالله مدني د جون پر ۱۹ مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې ده څه یوه اونۍ د کورونا وایرس په اړه د خپل ټېسټ نتیجې ته انتظار وکړ، او له دغې وروسته یې نتیجه مثبته راغله.
په پېښور کې د یو شخصي سکول مالکه ډاکټر سلما مسود خان چې استاده هم ده، وایي په صوبه کې د کورونا وبا له وجې د سکولونو له بندیدو سره د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي او اوس د جون میاشتې لپاره د خپل سکول استادانو لپاره پېسې نه لري.
د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۴ کال کې د 'ارب څونامي ونو' منصوبه پېل کړې وه چې لګښت یې ۱۶۹ میلیونه ډالره دی خو لا یې هم سرته نه ده رسولې.
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو دفاع لپاره کارکوونکې ادارې وايي، په صوبه کې د پخوا پرتله دا ډول پېښې زیاتې شوې دي او ښځې کور پرېښودو ته مجبورېږي.
د وړو د ملونو سازمان یو مشر امجد علي شینواری وايي، د پنجاب حکومت لخوا د دوی صوبې ته د غنمو او وړو د بندولو له فېصلې سره به په خیبر پښتونخوا کې ولس د وړو له بحران سره مخامخ شي.
ملګرو ملتونو په خپل یو وروستي راپور کې ویلي چې د دې باوجو طالبانو له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړی، خو طالبان له القاعدې شبکې سره په رابطو کې دي.
د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، پېښور او مردان ضلعو کې د سرحد په نوم یوې غېر سرکارې ادارې د کورونا وایرس په اړه یو کمپاين پېل کړی دی.
په بهرنیو هېوادونو کي کارګران پاکستان ته په اربونو ډالره زرمبادله لېږي او اوس چې هغوی په ستونزو کې راګېر دي نو له خپله حکومته هم هېر دي
د پښتو ډرامو هنرمند او د صوبې د هنرمندانو د یو سازمان د هنر وارثان مشرارشد حسېن مشال راډیو ته وویل ګڼو هنرمندانو سره د روژې او اختر لپاره پېسې نه وې، او له حکومته یې د دوی سره د مرستو غوښتنه کړې وه خو ونه منل شوه
په دې پروګرام کې کلثوم زېب، روشن کلیم سرهندۍ او د آرزو زیارتوال خبرې او د دوی شعرونه اورېدای شئ.
په خیبر پښتونخوا کې ډاکټران وایي، زیاتره خلک د کورونا وایرس د ټسټ کولو ډډه کوي.
پولیس چارواکي وایي د اختر په شپه او یا د نورو خوشالیو پر وخت په هوایي ډزو کې اکثره ماشومان او یا په کورونو کې ښځې په نښه شوي دي.
محمد وسیم د مختصر دورانیې په خپل فلم کې په خیبر پښتونخوا کې ښځو ته په جاییداد کې د برخې (وراثت) نه ورکولو موضوع راخېستې ده او د دغې لپاره یې یوه داسې کورنۍ لټولې، چې په ريښتیا د دغه ستونزې سره مخامخ ده. په دغه مقابله کې دوه سوه فلمونه راغلي وو.
دېرېلېش ارتغرل نن سبا د اردو ډبنګ سره په قامي ټیلیوېژن چېنل ښودل کیږي.خو د پاکستان ځینو هنرمندانو او لیکوالانو په قامي ټیلیوېژن چېنلو د بهرني مواد پر ښودلو تنقید کړی دې.
زمینداران وایي وروستیو بارانونو او ژلۍ رېبل شوي غنم خراب کړل او بوڅو ته یې هم تاوان وروسو، له دې سره د غنمو دانه هم تور شوه. اوس به دا غنم پر لمر وچوو او بیا به یې ترېشر کوو.
د صوبې د مرمرو کارخانو سازمان مشر سجاد خان وایي په خیبر پښتونخوا کې نږدې څلور زره د مرمرو کارخانې دي چې پکې تر یو لاکو پورې یوازې مزدوران کار کوي
محمد شهزاد وایي د دغه غونډې د جوړولو مقصد یې دا وو چې په ټولنه کې د مکالمې کلتور بیا ژوندی کړي، په ټولنه کې د زغم زیاتولو لپاره کار وکړي او په ځوانانو کې دا پېغام خپور کړي چې د یو بل سره د اختلاف لرلو باوجود هم ژوند کېدای شي.
د پېښور پوهنتون ویاند علي عمران بنګش د مې پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل د دوی د پوهنتون د کال څلور اربه روپۍ بجټ دی چې پکې دوه اربه او شل کړوه د کال په تنخاګانو کې ځي او د صوبې تر ټولو پخواني پوهنتون بجټ دا وخت په خساره کې دې.
ډاکټران وایي، حکومت په ټولبند کې د نرمۍ په اړه فېصله په داسې وخت کړې ده، چې په هېواد کې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوي دي ا
نور وښیئ