غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پېښور پریس کلب مخې ته د قبایلي سیمو د کالجونو استادانو احتجاجي ناسته پر شپږمه ورځ هم دوام لري.
وزیر اعلا پرویز خټک زیاته کړه، چی دوی له وزیر اعظمه باور غواړي چې پر مغربي لار به هم هغه رنګ جوړوي څه رنګ چې د کاشغر ـــ ګوادر مشرقي لار جوړول کېږي
د خيبر پښتونخوا وزیراعلی، پرويز خټک دعوه کړې چې بلديو کمار د سورن سنګ په وژنه کې لاس لرل منلي دي نو هغه ته بايد سزا ملاو شي او په صوبايي اسمبلئ کې به يې د سورن سنګ پر ځای ونه مني.
که مرکزي حکومت د اقتصادي راهدارۍ د مغربي لار په اړه خپله ژمنه نه پوره کوي نو بیا به صوبايي حکومت په هزاره ډویژن کې له تاکوټه تر هویلۍ پورې ځمکه باندې مرکزي حکومت ته د اقتصادي راهدارۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.
عوامي نيشنل ګوند او نورو سياسي ګوندونو پر حکومت نيوکې کړي چې د ترهګرۍ ضد واضحه دريځ نه لري چې له کبله يې د وسله والو د بريدونو مخنیوی نه کيږي.
پېښور هايي کورټ د چارشنبې په ورځ په ارمي پبلک سکول د برید په لړ کې د یو درخواست د اورونې پرمهال وفاقي حکومت ته ددغه برید په لړ کي د سم ځواب داخلولو امر کړی دې
د قامي وطن ګوند په نوښت په پېښور کې ټول ګوندیزه غونډه وشوه چې پکې د مختلفو سیاسي ګوندونو مشرانو او حکومتي چارواکو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې په هیواد کې دې کور شمېرنه او سر شمېرنه زر نه زر تر سره کړي.
د پښتونخوا وزیراعلا پروېز خټک هم ویلي ول چې د کوریډور مغربي لارې په نوم له پښتونخوا صوبې سره دوکه شوې ده او صوبايي حکومت به هم په دې ستونزه ټول ــ ګوندیزه غونډه رابللې ده
د ملاکنډ ډویژن خلک وايي، که په ملاکنډ کې کسټم اېکټ نافذېږي نو له دې سره به په دغه سیمه کې د نورو ټېکسونو عملي کولو لپاره لاره هواره شي.
پېښور: د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو خلک د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدرۍ په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت د تګلارې پر ضد احتجاج پيلوي.
په خیبر پښتونخوا کې د پیرامېډکس اسوسي اېشن کارکوونکو کاربندیز کړی. دوی وايي، حکومت دې ورته د نورو روغتیايي کارکوونکو په څېر مراعات ورکړي. د دوی د کاربندیز له کبله په پېښور کې د روغتونونو کار اغېزمن شو او مریضان له یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ شول. نور په دې ویډیو کې.
د مارچ ۲۱مه د ونو، بوټو او ځنګلونو ساتنې او نهالولو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دې لړ کې په پېښور کې صوبايي حکومت بوټي ولګول چې ورته د صوبې اعلا وزیر پروېز خټک او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم ورغلي ول. د غونډې په پای کې د موسیقۍ محفل هم وو چې په اړه یې دا رپورټ ووینئ.
د پېښور په افغان کونسلګرۍ کي د نوروز جشن د لمانځنې پر مهال ګډونوالو شعرونه هم وويل او سندرې هم وويل شوې. سياستوالو پکې له جګړې څخه د کرکې او امنيتي حالاتو د ښه کېدو په هيله تقريرونه وکړل او د ترهګرۍ سره په شريکه مبارزه ټينګار وشو.
په لېډي ریډینګ روغتون کې د یو سپینږیري پلار ژړا ډېره دردوونکې وه، چي خپل بل زوی ته په موبایل ټېلیفون د خپل وژل شوي زوی د مړینې خبر ورکوي.
د مارچ پر ۱۶مه سهار د پېښور له سنهري جومات سره نېږدې د سرکاري کارکوونکو په بس کې چاودنه شوې چې پکې د پولیسو او خیبر پښتونخوا اطلاعاتو وزیر له وینا سره سم ۱۵ کسان وژل شوي. روغتیايي کارکوونکي وايي، روغتون ته ۳۹ ژوبل کسان هم وروړل شوي. د لېډي ریډنګ روغتون ویډیو.
د پېښور د پولیسو مشر عبدالمجید مروت او د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي په دې چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د فاټا وکیلانو ټولنې یو مشر اعجاز مومند وايي [موږ] له ډېر پخوا راهیسې بیا بیا دا خبره [کوو] چې د قبایلي سیمو اصلاحاتو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د [پنجاب ایسټېبلیشمېنټ] دی.
مرکزي حکومت له پښتونخوا حکومت سره اوس د ۱۱۰ اربه روپیو لوظنامه کړې، ځینې پیسې یې ورکړې او پاتې ۷۰ اربه روپۍ يې ورسره منلې دي او هغه هم په څلورو قسطونو کې دي، داسې د څلورو قسطونو لوظنامه يې د اېم اېم اې له حکومت سره هم کړې وه خو پوره نه شوه
مرکزي حکومت له خېبر پښتونخوا صوبې سره نه یوازې د بجلۍ اویا اربه روپیو بقایه جات منلي دي بلکې اوس به هر کال د بجلۍ خالصې ګټې په لړ کې د شپږ اربو روپیو پرځای اتلس اربه روپۍ ورکوي.
نور وښیئ