غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د نومبر ۱۴مه نېټه د ذیابطیس یا شکر ناروغۍ نړیواله ورځ ده چې موخه یې د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی پیدا کول دي. په دې لړ کې د ګل (دوشنبې) پر ورځ په پېښور کې وړیا روغتیايي کیمپ لګول شوی وو چې ورته ډاکتران ورغلي ول او نه یوازې یې د خلکو د شکر معاینه کوله بلکې ورته یې معلومات او مشورې هم ورکولې. ویډیو وګورئ
په پېښور کې د قبایلي سیمو مشرانو، ځوانانو، فعالانو او سیاستوالانو یوه جرګه کړې چې پکې یې په خیبر پښتونخوا د هغو سیمو ورګډولو په حق کې ویناګانې کړې دي. دوی وویل، د قبایلي سیمو اوسېدونکي دې ځانته قبایل نه وايي، بلکې ځان دې پښتانه بولي. دوی په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو ګټې بیان کړې. رپورټ وګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا عامې روغتیا وزیر شاه فرمان وايي، عدالتونو ورته د مظاهرو او لاریونونو اجازه ورکړې خو د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت یې مخنیوی کوي. نوموړي د دوشنبې پر ورځ د صوابۍ له انټرچېنج سره نېږدې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی به هرومرو لاریون کوي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف یوه احتجاجي قافله د ګل (دوشنبې) پر ورځ د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر او صوبايي وزیرانو په مشرۍ د اسلام اباد لوري ته روانه وه چې د صوابۍ له انټرچېنج سره نېږدې د پولیسو له خنډونو سره مخامخ شوه. پر دې قافلې پولیسو اوښکې تویونکی ګیس پاشلی دی. قافله وروسته اسلام اباد ته روانه شوه.
اسلام اباد های کورټ پاکستان تحریک انصاف ګوند ته حکم ورکړی چې له سرکاري ټاکلي ځای پرته دې له پر لت یا درنې کولو ډډه وکړي.
مولانا فضل الرحمان مشال راډیو ته وويل چې دغه سپارښتنې څرګنده نه دي او په دې پروسه کې له قبايلي ولس سره سم مشاورت نه دی شوی.
نن دوشنبه په ټوله نړۍ کې د ګوزڼ مخنیوی نړیواله ورځ لمانځل کېږی او په دې لړ کې په خېبر پښتونخوا،قبایلي سیمو، بلوچستان او د هېواد په نورو برخو کي دستورې ترسره شوې.
له ټوکمار میراوس سره په پېښور کې د مشال راډیو خبریال غلام غوث ځانګړې ویډيو مرکه کړې. غلام غوث ويډیو
په پېښور کې ټرانسپورټرانو د مالیې یا ټول ټیکس زیاتېدو ضد مظاهره کړې. دوی حکومت ته وخت ورکړ چې د لویو لارو ادارې مشر دې له دندې لرې کړي او د روانې میاشت تر ۲۶مه دې د مالیو زیاتولو له پرېکړې په شا شي ځکه چې دوی دا پیسې نشې ورکولای. د احتجاج له کبله لویې لارې تړلې وې. تفصیل په رپورټ کې.
نوموړي دا خبره په داسي حال کې کړې ده چې د اکتوبر پر اتلسمه نېټه د پاکستان منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال د پېښور په ګورنر هاوس کې د اقتصادي راهدارۍ په اړه سیاسي مشرانو او د پښتونخوا د اسمبلۍ غړو ته د سپیناوي په موخه مالومات ورکوي.
له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال وايي، هیله من دي چې په خپل وطن کې به کورونه ولري او اسانتیاوې به تر لاسه کړي. دوی د دوشنبې یا ګل پر ورځ په پېښور کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې له مرکزه د روانېدو پر وخت مشال راډیو ته وویل، دوی به خپل ((ګل وطن)) ابادوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پروېز خټک ويلي دي چې که مرکزي حکومت ورته د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي راهدارۍ پروژه کې خپله برخه ور نه کړي دوی به يې له خيبر پښتونخوا څخه تېرېدو ته پرينږدي. نوموړي ويلي چې دوی سره وعدې شوې وي چې دې راهدارۍ سره تړلي ټول سهولتونه به ورکول کيږي خو اوس دا وعدې ماتې شوي دي.
د مردانوال خلق په نوم د خیر ښېګڼې یوې ټولنې ګڼ یتیم ماشومان پېښور ته چکر ته بیولي ول. دې ماشومانو ته د پېښور نورو برخو تر څنګ لرغونتون یا میوزیم هم وښودل شو. ماشومان خوشاله ول او ویل یې چې له چکره یې خوند اخیستی. د مردانوال ټولنې غړي وايي، حکومت او خلک ټول باید له یتیمانو سره مرستې وکړي. ویډیو وګورئ
په پېښور کې د قیمتي کاڼو کاروبار کونکي وايي په دې وروستیو کې یې کاروبار سخت خراب شوی دی ځکه چې اوس د افغانستان نه قیمتي کاڼي نه راځي. په پېښور کې دغه کاروبار کونکي وايي پخوا به دوی قیمتي جواهرات بهرنیو هیوادونو ته استول خو په دې وروستیو کې دا کار کم شوی دی او یواځې چینايي پیرودونکي له دوی نه سودا اخ
د پېښور د بډه بېرې سلمان اپریدی څو کاله مخکې په یوه چاودنه کې ژوبل شوی وو او خپل اواز یې له لاسه ورکړی وو. کله چې په جولای کې مشال راډیو د نوموړي پر ژوند ویډیويي رپورټ جوړ کړ نو پاکستانیو چارواکو ورسره سمدستي رابطه وکړه او په پوځي روغتون کې یې درملنه وکړه. د اپریدي خبرې په دې رپورټ کې واورئ.
د پېښور پر ورسک روډ له مترا تاڼې سره نږدې پر پولیسو ګاډي بمي چاودنه کې اته پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.
په مردان کې د جمعې (سېپټېمبر دویمې) تر ځانمرګي برید وروسته د پاکستان لوړپوړي چارواکي ښار ته ورغلل. د مردان اوسېدونکي وايي، حکومت دې د ترهګرۍ ضد سم اقدامات وکړي. سیاستوالانو په مردان کې د برید غندنه وکړه او د کورنیو چارو وزیر وویل، دا بریدونه یې نشي ډارولای. ویډیو وګورئ.
د پېښې په ځای کې د سکاوټ کمانډېنټ کرنل نعیم مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو پر وخت د برید مخه ونیوله
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان پر وفاقي حکومت تور پورې کړی چې سرشمېرنه قصداً نه کوي او د پښتنو شناختي کارډونه له دې کبله بند شوي چې پښتانه ځان له افغان ګڼلو راوګرځوي.
د کوریډور فرنټ مشر ډاکټر سیدعالم محسود د خېبرپښتونخوا په صوبايي حکومت تور لګولی چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره یې د زمکې په ورکولو د دې صوبې د خلکو سره دهوکه کړی ده.
نور وښیئ