عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دا په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۱م کال لومړۍ هدفي وژنه ده. په شمالي وزیرستان کې په تېر ۲۰۲۰م کال کې لږ تر لږه ۴۶ هدفي بريدونه شوي وو چې تر ۵۰ زيات کسان پکې وژل شوي وو.
په شمالي وزیرستان کې سږ د هدفي بریدونو سرکاري شمېر ۲۹ ښیي خو د مشال راډیو د راپورونو پر اساس دغه شمېر ۴۶ دی.
پر دې موضوع له امنیتي ځواکونو سره په خبرو و نه توانېدو خو یوه انتظامي چارواکي وویل، د خبرو له لارې د پرلت ختمولو هڅې کوي.
د شمالي وزیرستان دته خیل بازار د ړنګو شويو دوکانونو مالکان وايي که حکومت تاوان ورنکړي نو په احتجاجونه به پیل کړي.
په شمالي وزیرستان کې د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله ګنډه پور له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی د پېښې پلټنې پیل کړې.
په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د سیمې خلکو په دته خیل دیګان سیمه کې د یو ځوان وژل کېدو پرضد پرلت ته دوام ورکړی دی.
د شوې يو مشر حاجي سيف الرحمن مشال راډیو ته وويل، تر تړون وروسته دوی ۱۸ اېکړه مځکه کمپنۍ ته ورکړه خو له ژمنې سره سم د سيمې خلکو ته روزګار ورنکړل شو.
عدال داوړ وايي، سرکار خو د کلیېر وزیرستان دعوې کولې خو لاهم د بدامنۍ پېښې روانې دي. نوموړی زیاتوي دوی په خپله خاوره کې نه د قام په نامه، نه د قبیلې په نامه او نه د کور کلي په نامه هېڅ جنګ جګړه نه غواړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بنو څانګې د مشرانو حاجي عبدالصمد خان او ندیم عسکر په مشرۍ کې وزیرستان ته تللې چیغه د خدي او مچي خېلو تر منځ د جګړې په درولو او درې ورځني اوربند کې برالۍ شوې ده.
د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته زرګونه خلک ورغلي ول. جلسې ته په وینا کې د غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو مخکښانو په سیمه کې پر هدفي بریدونو اندېښنه وښووله او پر حکومت یې د امنیت ټینګښت غږ وکړ.
د نومبر ۱۵مې جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین په وینا کې پر حکومت غږ وکړ چې د هدفي وژنو مخنیوي موثره اقدامات وکړي.
د پولیسو او انتظاميې چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، د نومبر پېنځمې پر سهار د میرلي حیدرخېلو یو قبایلي مشر ملک نفیس په بازار کې له یوه دوکانه سودا اخیسته
د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، وسله والو د میرامشا یو اوسېدونکی ویشتلی دی.
د شمالي وزیرستان د پولیسو او انتظامي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط د اکتوبر ۱۷مې په شپه مشال راډیو ته وویل چې د خالي (شنبې) پر ورځ په محمد خېل لانډ سید اباد سیمه کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو یو کس ویشتلی دی.
په شمالي وزیرستان کې امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه امنیتي ځواکونو په خیسور سیمه کی د لنډو عملیاتو پرمهال دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې دوی وویل چې له هرې چاودنې پس د دوی له سیمې عام خلک اوچت کړل شي او بیا سخت تشدد ورباندې کېږي.
د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې د ماین چاودنې د دوي یو عسکر وژلی دی
لوړپوړي چارواکي چې ورته له رسنیو سره د خبرو اجازه نه وه، د سېپټېمبر پر شپږمه یې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، لومړی قوماندان وسیم زکریا نومېږي چې د اریانا په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر
نور وښیئ