عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بنو جانيخېلو له حکومت سره تر کامیابو مذاکراتو وروسته خپل پرلت او احتجاج ختم کړ او د وژل شوي ملک نصیب خان جسد یې خاورو ته وسپارلو. دوی دا احتجاج د مې پر ۳۱مه پیل کړی و چې نږدې یو میاشت یې دوام وکړ. عمر وزیر پرې ویډیويي راپور جوړ کړی.
د بنو په جانیخېلو کې احتجاجي ناسته پر ۲۲مه ورځ هم دوام لري او په سیمه کې یې د سرکار له لوري د امنیت تر عملي اقداماتو پورې په هدفي برید کې د وژل شوي یو ځايي مشر ملک نصیب خان د مړي له ښخولو انکار کړی.
دوی دوې ورځې له مخه تر حکومتي ډاډ وروسته د اسلام اباد پر لور د لاريون فيصله ځنډولې ده.
د میرلي تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو پر شرط د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ وړاندې هلته د هرمز دوه اوسېدونکي، د نامعلومو موټر سایکل سپرو لخوا پر ډزو وژل شوي دي.
د بنو د جانیخېلو د احتجاجي ناستې منتظم او یو ځايي مشر ډاکتر ګل عالم وزیر وايي، حکومت ورسره د امنیت په اړه موافقه کړې خو عملي اقدامات غواړي. حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي چې بې له توپیره یې د ټولو وسله والو خلاف عملیات کړي او اوس هم په جانیخېلو کې پر عملیاتو غور کوي.
د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د جون پر ۱۶مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د نهې یا سېشنبې پر ورځ پر موټرسایکل سپرو وسله والو په میرلي څلورلاره کې د سپینوام اوسېدونکی سید نواز وویشت او وتښتېدل.
د هدفي وژنو خلاف د احتجاجي ناستې ګډونوال غوښتنه کوي چې له سرکاره د وسله والو ختمولو لپاره عملي ګامونه لیدل غواړي.
لوړ پوړو حکومتي او امنیتي چارواکو هم په بیا بیا مشال رېډیو ته ویلي، چې د بنو کمېشنر او نورو چارواکو په مشرۍ یې د جانيخېلو له مشرانو سره خبرې روانې دي. د دوی په خبره، له هغو مشرانو سره "کړی لیکلی تړون به عملي کېږي.
د جون ۱۲مه د جانیخېلو د خلکو د پرلت ۱۳مه ورځ ده. په ګڼ شمېر کې خلک په داسې حال کې په احتجاج بوخت دي چې ډېره زیاته ګرمي ده خو د دې باوجود هم هغوی نه د خپل وژل شوي مشر ملک نصیب خان جسد خاورو ته سپاري او نه هم احتجاج ختموي.
حکومت جانیخېلو ته پر تلونکيو لارو ځای پر ځای خنډونه جوړ کړي او سیاسي مشران پرلت کې برخې اخیستو ته نه پرېږدي.
پرلت منتظم ډاکټر ګل عالم نن مشال رېډيو ته وويل تر هغو به يې پرلت روان وي ترڅو چې یې غوښتنې نه وي منل شوې.
د بنو په جانيخیلو کی د یوه مشر تر وژل کېدو وروسته د پیل شوي احتجاجي پرلت سمبالوونکي وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو ډېر ژر د اسلام اباد پر لور د مارچ کولو اعلان کولای شي. د جانیخېلو ولس له هغه پس د مې پر ۳۱مه نېټه پرلت وواهه چې ناڅرګندو وسله والو د سیمې یو مشر ملک نصیب خان وواژه.
د جانیخېلو ولس له هغه پس د مې پر ۳۱مه نېټه پرلت وواهه چې ناڅرګندو وسله والو د جانیخیلو یو مشر ملک نصیب خان وواژه.
قامي مشر ملک نصیب خان د مې پر ۳۰مه د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی و. له هغې یوه ورځ وروسته د سیمې خلکو په احتجاج لاس پورې کړ او پرلت یې وواهه چې تر اوسه دوام لري. د پرلت یو منتظم لطيف وزيري د جون پر پنځمه مشال رېډيو ته وويل، که غوښتنې يې ونه منل شوې نو اسلام اباد ته به ځي:
د بنو په جانيخېلو کې د يوه مشر تر وژل کېدو وروسته پیل شوی احتجاج نن د جون پر درېیمه نېټه هم دوام لري. د سيمې خلکو د مې پر ۳۱مه نېټه له هغه وروسته پرلت ورکړ چې نامعلومو کسانو د جانيخېلو يو مشر ملک نصيب خان وواژه. دوی د مړي له ښخولو انکار کړی او غوښتنه کوي چې حکومت دې په سيمه کې امن راوستو په اړه پر ش
د سيمې خلکو د مې پر ۳۱مه نېټه له هغه وروسته پرلت ورکړ چې نامعلومو کسانو د جانيخېلو يو مشر ملک نصيب خان وواژه.
نور وښیئ