عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
په پاکستان کې د تحریک انصاف او مخالفه ګوندونو سیاستوالان وايي، د روان سیاسي بحران د هواري لپاره د سپریم کورټ فیصلې ته انتظار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر د وزیراعظم ضد د عدم اعتماد تحریک رد کړ. ویډیويي رپورټ.
د زده کوونکو یوه خیریه سازمان ایکټ اف کاینډنس (د مهربانۍ عمل) د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې بېوزله او خواریکښو ته د روژه ماتې بندوبست کوي. دې سازمان په اسلام اباد کې هم دسترخوان غوړولی او وايي، ټوله روژه به روژه ماتی تیاروي. د سازمان مشر عتیق اپرېدی وايي، له روژې پرته هم له خواریکښو سره مرستې کوي.
په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو د مارچ پر ۲۸مه د شپې مهال په سرښار اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت پر ضد جلسه وکړه چې لسګونه زره کسانو ګډون پکې کړی وو.
حکمران ګوند پاکستان تحريک انصاف تېره ورځ په اسلام اباد کې د امر بالمعروف په نوم جلسه وکړه چې ورته وزيراعظم عمران خان وويل چې کوم ډول سازش د پخواني وزيراعظم ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر ضد شوی وو هم هغه ډول سازش د تحريک انصاف د حکومت پر ضد هم روان دې.
د پاکستان پیپلز ګوند احتجاجي لاريون د مارچ پر اتمه شپې مهال اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پای ته رسېدلی دی. ياد ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لور حکومت ضد احتجاجي لاریون پیل کړی وو. ویډیويي رپورټ.
په نړۍ کې هر کال د مارچ پر اتمه د ښځو ورځ لمانځل کېږي. په دې مناسبت په اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د "عورت مارچ" په نوم لاريونونه وشول. پر دې مهال ښځو دوی ته د ورپېښو ستونزو د هواري او د بنيادي حقونو د ورکولو غوښتنه وکړه.
په اسلام اباد کې د خبريالانو اتحاديې د پاکستان د برېښنايي جرمونو د مجازاتو په قانون (الېکټرانک کرایمز رېګولېټري ایکټ یا پېکا) کې د بدلونونو ضد احتجاجي مظاهره وکړه. له بدلونونو سره سم، پر ټولنیزو شبکو د یو چا د بدنامولو پر سر عدالت یو کس ته د پینځو کلونو د بند سزا اورولای شي. ویډیويي رپورټ.
په اسلام اباد کې یوه ناحکومتي سازمان د پښتنو لیکوالانو، خبریالانو او هنرمندانو ته د هغوی د کار او خدمت لپاره جایزې ورکړې دي. د امن اېوارډ په نوم د انعامونو ورکولو لپاره د فبرورۍ پر ۲۶مه یوه غونډه وشوه چې د نوي ژوند په نوم د سولې لپاره هڅې کوونکي سازمان جوړه کړې وه. ویډیويي رپورټ.
د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتونه د ۵۷ افغان زده کوونکو د فراغت غونډه وشوه چې ورته په پاکستان کې د طالبانو د حکومت ناظم الامور هم ورغلی وو. د فبرورۍ پر ۲۰مه تر غونډې وروسته زده کوونکو مشال راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت دې ورته د کار موقعې برابرې کړي. ویډیويي رپورټ.
په اسلام اباد کې خبریالانو د یوې رسنۍ د مالک محسن بېګ د ګرفتارۍ او د یوه ټېلېوېژن چینل د تړلو پرضد مظاهره کړې. خبریالانو د فبرورۍ پر ۱۷مه د مظاهرې پرمهال مشال راډيو ته وویل، دا ډول اقدامات د بیان ازادي لا محدودوي. د پاکستان برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پېمرا) په فبرورۍ کې تر هغې وروسته نیوز ون
عامره لیاقت د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر ده او په وروستیو کې یې په اسلام اباد کې د تازه مېوو شربت او خوړو غرفه یا ډابه خلاصه کړې ده. نوموړې په مطالعه پاکستان کې ماسټري کړې. عامره لیاقت وايي، د خپل کار پیلولو موخه یې د نورو ښځو ځواکمنول دي. ویډیويي رپورټ.
په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۴مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د علي وزیر په ګډون د یاد غورځنګ د یوشمېر نورو بندي غړي د راخوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره وشوه.
د پاکستان حکومت وايي، په مري او ګلیاتو کې تر توپاني واورې وروسته مرستندویه چارې دوام لري او شاوخوا ټولې لارې یې له واورو پاکې کړې دي. خو د پنجاب پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې د جنورۍ پر نهمه به هم مري ته تلونکې ټولې لارې تړلې وي. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر شپږمه او اوومه
د اسلام اباد په یو پارک کې ځينو ځوانانو د بېوزله ماشومانو لپاره ښوونځی پرانيستی دی. د اېچ ون ټيچ ون (Each one Teach one) په نوم د سازمان غړي وايي چې دوی هغو ماشومانو ته زدکړې ورکوي چې رسمي سکول ته د تګ وس او توان نه لري. په دغو ماشومانو کې ۹۰ سلنه پښتانه دي چې له بېوزله کورنيو سره اړه لري.
د قبایلي سیمو او د بلوچستان زده کوونکو د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي مظاهره کړې. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې په طبي پوهنځیو یا کالجونو کې د هغو سیمو د زده کوونکو لپاره ځانګړې څوکۍ بحالې کړي. دوی له څه د پاسه درو اوونیو راهیسې په هغه ښار کې احتجاجونو ته دوام ورکړی دی خو حکومت
ګوادر کې له تېرو ۲۹ ورځې راهیسې د بنيادي انساني او اقتصادي حقونو او اسانتياو لپاره د پیل شوې احتجاجي ناستې په ملاتړ په اسلام اباد کې هم احتجاج وشو. د احتجاجیانو وینا وه چې په ګوادر کې د احتجاج سمبالوونکو مشرانو پرضد د مقدمو پرځای دې حکومت د بلوچستان ولس ته بنيادي حقونه ورکړي.
د پاکستان يوشمېر سياسي مشرانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې په زوره د لادرکه کړل شويو کسانو د موندلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د غونډې ګډونوالو وويل چې حکومت د بشري حقونو د سرغړونې مسله له پامه غورځولې ده، خو د بشري
د بشري حقونو نړېوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د لا درکه شویو کسانو لپاره یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وشوه. د تری تمو کسانو خپلوان وايي، چې د ايين له مخې دې د دوی ورک کړل شوي کسان عدالتونه ته وړاندې کړل شي.
په اسلام اباد کې د سرکاري سکولونو استادان د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې راهیسې په احتجاج دي او سرکاري سکولونه یې هم تړلې دي. دوی د حکومت د هغې نوې قانون پرضد احتجاج کوي چې تر مخه به یې د فيډرل اېجوکېشن ډايرکټرېټ د سرښار د ميير يا ناظم په اختيار کې راشي.
په اسلام اباد کې د نومبر پر ۳۰مه نېټه د پارلمان د ودانۍ مخې ته په لسګونو هغو کسانو مظاهره وکړه چې وايي، خپلوان يې په چين کې زندان ته اچول شوي دي. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې له چين سره دې د بنديانو تبادله وکړي او د دوی خپلوان دې راخوشي کړي.
نور وښیئ