عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان په مرکه کې د پاکستان پر سیاست، د افغانستان پر وضعیت، له اېسټیبلېشمنټ سره د عوامي نیشنل ګوند پر اړیکو، د پښتون ملتپالو ګوندونو ترمینځ پر اختلاف او د خپل ګوند د پخواني مشر اسفندیار ولي خان پر روغتیايي وضعیت هم غږېدلی دی. بشپړه مرکه وګورئ.
په داسې حال کې چې د جون پر ۱۰مه نېټه د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر محمد اورنګزیب د نوي مالي کال بودیجه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه، په هماغه ورځ لسګونو سرکاري ملازمینو په اسلام اباد کې مظاهره وکړه.
د مېرمنو د حقونو سازمانونو او فعالانو د جون پر پینځمه په اسلام اباد کې د مظاهرې په ترڅ کې د ټولنیزو رسنیو د یوې وتلې څهرې ثنا یوسف د وژنې پر ضد مظاهره وکړه. ثنا یوسف چې په ټېکټاک یې اته او پر انسټاګرام یې پینځه لکه پلویان لرل
د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس په ډرون برید کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاجي پرلت پیل کړی دی.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشته افغان کډواله خورشيد شمس په خپلو انځورونو کې د افغان نجونو ناهيلۍ او کړاوونه رانغاړي. نوموړې وايي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسېدو وړاندې يې په پوهنتون کې زدکړې کولې چې بيا وروسته يې کورنې پاکستان ته په کډه کولو مجبوره شوه. ويډيو رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګڼو مشرانو او پارلېماني غړو د اپرېل پر ۲۵مه د هغه ګوند د تاسيس پر ۲۹مه کليزه په اسلام اباد کې احتجاجي لاريون وکړ. د پي ټي ای د پارلېماني غړو وينا وه چې د هغه ګوند د مشرانو او غړو خلاف "غير قانوني" کاروايانې کېږي
د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وايي چې د هغې صوبې په جنوبي ضلعو کې تر مازيګر وروسته د وسلوالو طالبانو واک وي. نوموړي له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پرمهال زياته کړه چې په کورمه کې هم خلکو شاوخوا ۷۰۰ سنګرونه جوړ کړل، خو د هغه په وينا، صوبايي حکومت سترګې ورباندې پټې کړې.
جماعت اسلامي د "غزې تړانګې له ولس سره د یووالي ښوولو" لپاره احتجاجي لاریون او جلسه کړې ده. په اسلام اباد کې د اپرېل ۲۰مې جلسې ته د ګوند د مشر حافظ نعیم الرحمان په ګډون یوشمېر سیاستوالان او ګڼ پلویان ورغلي ول. د اسلام اباد انتظامیې تر احتجاج مخکې پلازمېنې ته داخلېدونکې او مهمو ودانیو ته تلونکې لارې
په اسلام اباد کې ژورنالېسټانو د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې پر یوې ورځپاڼې او د هغې پر مدیرانو او خبریال د مقدمې او د برېښنايي جرمونو د مخنیوي ترمیمي قانون (پیکا) پرضد توره ورځ لمانځلې ده. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د لکي مروتو استازی او د قانوني چارو پوه شېر افضل خان مروت وايي، د افغانانو د ایستلو پر موضوع یې د قانوني او بشري چارو له وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ سره خبرې کړې دي. بشپړه مرکه وګورئ.
په اسلام اباد کې مېشت افغانان وايي هېواد ته ستنېدو ته تیار دي، خو حکومت دې ورته مهلت ورکړي چې ټولې کاروباري چارې بشپړې کړي. د پاکستان حکومت وايي، د بې اسناده او تابعیت کارډ لرونکو ایستلو ته ژمن دی. حکومت د اپرېل په لومړۍ اونۍ کې د هغو ایستل پیل کړل. موږ په اسلام اباد کې له افغانانو سره خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو ټولنې مشر وايي، پاکستان د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته هېواد ته د ستنېدو لپاره خورا کم وخت ورکړ او د مارچ په پای کې د مهلت له ختمېدو سره سم پولیسو ګڼ افغانان نیولي. د افغان کډوالو د ټولنې له مشر سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
په اسلام اباد کې یوې ناحکومتي خیریه ټولنې په یوه غونډه کې مزدورانو بچیو ته د اختر ډالۍ ورکړې دي. د ایچ ون ټيچ ون فاونډېشن په نوم هغه خیریه بنسټ بې وزله او مزدورو ماشومانو ته وړیا زده کړې ورکوي. موږ له یوشمېر ماشومانو سره خبرې کړې دي.
د مهربانۍ عمل (ایکټ اف کاینډنېس) په نوم یو خیریه ټولنه هر کال په اسلام اباد کې په سلګونه مزدورانو، مساپرو او بې وزلو ته وړیا روژه ماتی برابروي. د روژه ماتي زیاتره منتظمین پښتانه دي. د پاکستان په نورو برخو کې هم خیریه ټولنې او سازمانونه د بې وزلو لپاره روژه ماتی تیاروي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې مېشت يوشمېر افغان کډوال وايي چې د پاکستان د حکومت لخوا د افغان کډوالو د ستنېدو پرېکړې يې پر ژوند بد اغېز کړی او سږ کال يې د نوروز خوشحالي هم نه ده لمانځلې.
د پاکستان تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشر جنېد اکبر وايي، دا يوه پوښتنه ده چې که د ترهګرۍ مرکزونه په افغانستان کې وي نو افغانستان خو له نورو هیوادونو سره هم پولې لري، هغوی هلته ولې نه ځي؟
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نېزې یا څانګې وهلو سیالۍ شوې دي چې پکې ۶۰ لوبډلو او ۲۰۰ لوبغاړو ګډون وکړ. د فبرورۍ ۱۸مې سیالۍ د اسلام اباد ضلعي انتظامیې تنظیم کړې وې چې لیدو ته یې ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
په افغانستان کې د قامونو د شورا مشر غازي نواز تڼي سره په افغانستان کې د جرګو او د شوراګانو د ارزښت ، د نجونو د تعليم او د پاکستان او افغانستان تر مينځ د اړیکو په اړه په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال طاهر خان مرکه کړې ده.
د نیشنل ډیموکراټیک موومنټ مشر افراسیاب خټک وايي، چې له وړاندې د روسیې او امریکا ترمنځ سوړ جنګ زموږ خاوره ته راوستل شوی و، او دا ځل د چین او امریکا سیالي زموږ سیمې ته راغلې ده. نوموړي زیاته کړه، چې تر هغې چې د پاکستان پالیسي بدله نه شي، تر هغې په سیمه کې امن راتلل ګران کار دی. ویډیو رپورټ
د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي چې په پاکستان کې دې د وسلوالو پر ضد د هدفي عملياتو ترڅنګ له هغوی سره مذاکرات هم پرمخ يوړل شي. نوموړي د فبرورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ روان حالت د اندېښنې وړ دی. بشپړه مرکه وګورئ.
نور وښیئ