عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
هندي چارواکي وايي چې په سياچين کې يې د واوري ګټ راپرېوتو په پېښه کې د پوځ د ګزمه کوونکې ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.
خیبر پښتونخوا د غنمو له کمښت سره مخامخ شوې ده او پکې اوړه ګران شوي دي. دوکانداران وايي، د دې لامل له پنجابه، پښتونخوا ته د غنمو پر وروړلو بندیز دی.
د سینې سرطان ډاکټران وايي چې په خېبر پښتونخوا کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ ښځې هر کال د سینې په سرطان اخته کېږي چې په کې نیمايي یې د ټولنیزو بندیزونو له کبله د ناروغۍ په وروستي پړاو کې ډاکټر ته ورځي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شنو، تورو او پېیو چایو ترڅنګ اوس په کوټه کې ۲۱ ډوله چای مندل کېږي. شاهي، کشمیري، زعفراني او تندوري چای یې خلګ ډېرې خوښوي. د دې ځای خلګو لپاره دا د چایو نوي ډولونه دي.
د خېبر پښتونخوا سونیا شمروز د ایم فل ډګرۍ زده کوونکې ده او هم انځورګري کوي. نوموړې وايي، لوموړی انځور یې د کور پر دېوالونو د نغري په سکرو جوړی کړی وو. د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
له پېښور سره نږدې د شا عالم کلي اوسیدونکی فرمان وايي، د سايکلونو د ځغل په نړیواله سیالیو کې برخه اخيستل يې ارمان دی. ۲۲ کلن فرمان د خپل کلي د سرک پر غاړه د لوهاري دوکان چلوي او په خپل خرڅ د سايکلو ځغل سیالیو کې برخه اخیستو سره خپل شوق پوره کوي.