عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د خيبر پښتونخوا په مردان کې د مردان پريميېر ليګ په نوم د صوبې لومړی فټبال ليګ ترسره شو. په ياد ليګ کې د مردان اوو لوبډلو برخه اخيستې وه. په دې لوبو کې د افغانستان او بلوچستان پر لوبغاړو سربېره د پاکستان يوشمېر کورني او نړيوال لوبغاړي هم شامل ول. نور تفصيل د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په پېښور کې پر یونیورسټي روډ د یوې نایيخانې مالک په دوکان کې کتابونه ایښي چې موخه یې د لوست دود ته وده ورکول دي. د ناییخانې مالک فیضان خان وايي، خلک چې ورځي نو د انتظار پر مهال دې کتاب ولولي چې وخت یې هم تېر شي او پوهه هم ترلاسه کړي. ویډیويي رپورټ.
د اکتوبر پر ۲۷مه د پېښور په دیر کالونۍ کې د جامعه زبیریه په نوم یوه مدرسه کې د شوې بمي چاودنې له کبله نهه کسان وژل شوي او له ۹۰ زیات ژوبل شوي دي. د پېښور لیډي ریډنګ روغتون مسولین وايي، له پنځو ژوبلو پرته نور ټول زخمیان له درملنې وروسته رخصت کړل شوي دي. نور معلومات د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور
د اکتوبر پر ۱۵مه په ټوله نړۍ کې د لاس وینځلو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.د دې ورځ مقصد په ځايي ولس کې د لاس وینځلو او د مختلفو ناروغیو ځان ساتنې په اړه پوهاوې ورکول دي. نور په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
هر کال د اکتوبر ۱۱مه د ماشومانو نجونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د مشال راډيو خبريال عظمت علي شاه په خپل ويډيويي راپور کې د دې ورځ په مناسبت د یو داسې پلار ژوند ته کتنه کړې ده چې پر بېوزلۍ سربېره په خپلې لور لوړې زده کړې کول غواړي.
د پخواني وزيراعظم نواز شريف زوم کېپټن رېټایرډ صفدر په پېښور کې د اکتوبر پر اتمه نېټه د درغليو په يو مقدمه کې احتساب عدالت ته وړاندې شو. د نوموړي په خبره د احتساب ادارې مشر د هغه نيولو امر جاري کړي دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د اکتوبر پر درېمه په باجوړ کې د وکيلانو په يوه غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د وينا پر مهال په الغاو تلغاو کې د ښکېلو کسانو پرضد په ټوله خیبر پښتونخوا صوبه کې د وکيلانو کاربندیز دی.په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه په مردان ښار کې یوې چاودنې شپږ تنه وژلي او ۱۳نور یې ټپیان کړي ول چې پکې د ګلاب خان یو زوی او دوې لمسیانې هم شاملې دي. عظمت علي شاه دغې غمځپلې کورنۍ ته ورغلی او دا راپور یې جوړ کړی.
د اکتوبر لومړۍ نيټه په ټوله نړۍ کې د مشرانو او بډاګانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. ملګري ملتونه له ديرشو کلونو راهيسې دا ورځ لمانځي. په پاکستان کې د بډاګانو ژوند څنګه تېرېږي او هغوی د دې ورځې په اړه څه وايي.
د سېپټېمبر پر ۱۵مه په پاکستان کې سکولونه يو ځل بيا پرانیستل شول. د تعليم وزارت له خوا پرون خپرو شوو معلوماتو ترمخه په لومړۍ مرحله کې به د نهم او لسم زده کوونکي سکولونو ته ځي.
په پېښور کې نرښځیو او فعالانو پر خپلو ملګرو د برید پر ضد مظاهره کړې. دوی د سېپېټمبر پر ۱۴مه تر هغې وروسته د خبریالانو مرکز مخې ته ورغونډ شوي ول
د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان پر واکمن تحریک انصاف ګوند تور لګولی چې داسې قوانين يې په پارليمان کې منظور کړي چې له وجې يې د پاکستان ازادي او خپلواکي له منځه تللې ده.
مطيع الله د پېښور انجنیېرینګ پوهنتون ځخه د بي ټېک ډګري ترلاسه کړې ده خو د نوکرۍ نیشتوالي له کبله اوس رکشه چلوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورت وګورئ.
په خيبر پښتونخوا کې د حکومت لخوا د چټک بس پروژې تر پرانیستلو وروسته د صوبې یو شمېر کسان پر روزګار شوي دي خو په پېښور کې د مزدو او ټيکسي چلوونکي بیا وايي، د دې پروژې له کبله د دوی مزدوري په ټپه درېدلې ده.
د پېښور په ګډون د خيبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې د اګست پر ۱۵مه پر حکومتي بندېز سربېره شخصي ښوونځي پرانيستل شول. د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې تعليمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې پراڼیستل کېږي. پاکستان کې تعليمي ادارې په دې هېواد کې د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې تړل شوي وې
د چارسدې زرپوشان بي بي د خدايي خدمتګار تحريک ملاتړې وه. د ۱۹۴۸ز کال پر ۱۲م اګست د بابړې جلسې ته د نوموړې ورور هم ورغلی و. زرپوشان بي بي له مشال راډیو سره د هغې ورځې حال شريک کړی دی.
د پاکستان حکومت د اګست له ۱۰مې څخه د ټولو هغو کاروبارونو بیا پرانیستو اعلان وکړ چې د ټولبند پر ختمېدو سربېره تړلي ول. په دې کې د رستورانونو دننه خوراک، څښاک هم شامل وو چې د مارچ له نیمايي راهیسې ورباندې بندیز وو.
محبوب الرحمان د خیبر پښتونخوا د نوښار په اکوړي کیمپ کې اوسي. نوموړي د مردان بورډ د لسم ټولګي په ازموینو کې دویم پوزیشن ترلاسه کړی دی. د رحمان پلار په اکوړي
د پاکستان حکومت وايي، د جولای له پیل راهیسې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ نویو پېښو شمېر ورځ تر بلې کمېږي. خو ډاکتران وايي، اوس هم په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر
د پښتو نومیالی شاعر او ټوکمار میراوس په کوزه مومندو کې رستوران پرانیستی او د هوټل پر دېوالونو یې د نشو ضد پیغامونه لیکي. ۶۵ کلن ميراوس وايي، هنر یې د روزګار په لار کې خنډ نه دی ګرځېدلی او په رستوران کې یې د سيمې يو شمېر ځوانان کار هم کوي. نور په ويډیويي مرکه کې.
نور وښیئ