عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د پېښور په يو روغتون کې د مور او پلار په نه شتون کې يو درې مياشتنی افغان ماشوم، طه، له عملياتو محروم پاتې دی. ډاکتړان وايي چې د طه د بدن غړي بي ځايه دي چې د درملنې لپاره عملياتو ته اړتيا لري، خو د هغوی په وينا، د مور او پلار له اجازې پرته دا کار نه شي کولای.
د کرکټ اسیا جام پایلوبه نن د پاکستان او هند ترمنځ کېدونکې ده چې د دواړو هېوادونو د کرکټ مینه وال يې کتو ته په انتظار دي. دا چې د مردان په يونس لوبغالي کې د کرکټ لوبغاړي او مینه وال دا پای لوبه څنګه ارزوي؟ عظمت علي شاه ورسره خبرې کړې دي.
پاکستان تحریک انصاف د خپل بنسټګر عمران خان له زندانه د خوشي کولو لپاره احتجاجي تحریک له پېښور پیل کړی دی او په دې لړ کې يې د سېپټېمبر پر ۲۷مه په هغه ښار کې لومړۍ ولسي غونډه وکړه چې پکې په زرګونو کسانو ګډون وکړ. وينا والو پر عدالتونو غږ وکړ
د پاکستان په امر له هغه هېواده د افغان کډوالو کډې خپل هېواد ته روانې دي. دا ستنېدنه په اګست میاشت کې په رضا وه خو د سېپټېمبر له پیله په جبري توګه پیل شوې ده.
د پاکستان لخوا په هغه هېواد کې مېشتو مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو ته د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته، د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د نوښار په اضاخېلو کې هره ورځ یوشمېر لارۍ بارېږي او هلته مېشت افغانان هېواد ته ستنېږي. له هغو څخه یې ځینو مشال راډیو ته وویل چې د نوملیکنې په مرکزونو کې یې ډېر وخت لګي نو حکومت دې دا بهیر ګړندی کړي. یو کډوال وویل چې سکول یې بچیو ته تصدیقنامه هم ور نه کړه. ویډیويي رپورټ وګورئ.
فضل جمیل د مردان د چکړو پله سیمې اوسېدونکی دی. دی وايي، څو کاله مخکې چې په یوه پېښه کې معذور شو نو ډېر یې وژړل خو پر دې سربېره یې پرېکړه وکړه چې کار ته دوام ورکوي او ځان او کورنۍ ته روزي ګټي. موږ د فضل جمیل پر ژوند دا ویډیو جوړه کړې.
د خیبر پښتونخوا له باجوړه د عملیاتو له وجې د بې کوره شوې کورنۍ یو غړی وايي، له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی. عبدالرحمان مشال راډیو ته وویل، له ماموندو څخه یې په رکشو او ګاډو کې تر پېښوره د درې ساعتونو سفر په اووه ګېنټو کې وکړ. رحمان په دې ویډیو کې د خپلې کډوالۍ کیسه کوي.
د خیبر پښتونخوا په بونېر او سوات کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بارانونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي. سېلابونو په مختلفو سیمو کې د خلکو کاروبارونو ته لوی زیان اړولی دی. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
سدیس خان ۱۷ کلن دی. هغه پيدایشي معذوره دی. د هغه دواړه لاسونه او یوه پښه نشته خو ذهن یې روغ او جذبې یې اوچتې دي.
دد ۱۱ موټر سایکل چلوونکیو ډله د اګست په لومړۍ نېټه له لاهوره، اسلام اباد او بیا وروسته پېښور ته ورسېده خو د دوی مزل او منزل لا پاتې دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او پلویانو په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پرضد په پېښور او نورو ضلعو کې احتجاجونه کړي دي. د اګست پر لومړۍ په مظاهرو کې د بېلابېلو ګوندونو غړو هم ګډون کړی. د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځ وايي، امنیت ته ژمن دي. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.
په خیبر پښتونخوا کې په تېرو شاوخوا پینځو کلونو کې د څارویو فارمونه زیات شوي دي او کاروبار یې وده کړې ده. د مېښو او غواګانو د فارمونو مالکان وايي، په دې کاروبار کې ډېره ګټه ده خو کار یې سخت دی او پوره توجه غواړي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي سازمان شرکت ګاه فعالانو د جولای پر ۲۵مه په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته "د ناموس په نوم" د وژنو ضد مظاهره کړې. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، پر دې سربېره له ۶۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي.
په پېښور کې د افغان کډوالو او پاکستانیانو ترمینځ د لامبو یو ورځنۍ سیالۍ شوې دي. د سیالیو انتظام د خیبر پښتونخوا د سپورټي چارو ادارې او افغان کمېشنرېټ کړی وو. منتظمین وايي، د دې کار موخه د افغان کډوالو او ځايي خلکو ترمینځ پیوستون ته وده ورکول دي. ویډيويي رپورټ.
۲۲ کلنه مینا ګل د ګوزڼ (پولیو) له وجې په یوه پښه معذوره ده خو نوموړې وايي، خپله معیوبي د ژوند د لارې خنډ نه بولي او د لاسي صنایعو، درزیتوب (خیاطۍ) تر څنګ د سینګارتوکو جوړولو زده کړو ترلاسه کولو وروسته اوس د معذورانو په یو مرکز کې نورو نجونو او ښځو ته تعلیم ورکوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
ثنا الله ۲۲ کاله عمر لري او د سایکل ځغلولو شوق یې له ماشومتوبه وو. هغه وايي، له وړوکوالي یې د ورور سایکل په غلا له کوره ویستو او خپل شوق به یې پرې پوره کولو.
د پاکستان وفاقي حکومت د نوي مالي کال په بودیجه کې په لمریزه انرژۍ چلېدونکو هندارو ۱۸ سلنه ټیکس لګولو اعلان کړی دی.
د مردان د رستم نورداد د خپل زوی جواد د بدن غړي هدیه کړل. ډاکټران وايي، د انسان د بدن ځیني غړي له مړینې وروسته نورو ته پیوندېدای شي.
نور وښیئ