عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې د ده ورورو ګورنر محمد خان اڅکزی نه یوازې په جنوبي پښتونخوا کې بلکې د ټول پاکستان تر ګورنرانو په خپل مسلک کې لایق، قابل او د دې څوکۍ لپاره وړ کس دی. دی وايي، که یو چا هم پر هغه د یوې روپۍ غلا واوړله نو دی به د ګوند له مشرۍ استعفا ورکوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې په پاکستان کې د پارلمان پر ضد د درنو «احتجاجي ناستو» په ترڅ کې پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف خپله ویلي ول، چې د عمران خان تحریک انصاف، د طاهر القادري عوامي تحریک او د الطاف حسېن اېم کیو اېم سره همفکره دي. د مشال راډیو په پراګ سټوډيو کې زموږ ه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پکار ده چې مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاو او د پښتنو نور سیاسي ګوندونه او مشران پر دې یوه ټکي سره متفق شي چې ولې پر پښتنو مشرانو بریدونه کېږي، او دا چې د دې پر ضد باید غونډې او لویې لویې جلسې وکړي.
د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي د خپلو استعفاګانو د تصديق لپاره د چارشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ د سپيکر دفتر ته ورغلل خو البته له هغه سره يې له يو په يو ليدلو انکار وکړ.
په سروه خپرونه کي مو د عوامي نيشنل ګوند د ځوانانو سازمان نيشنل يوتهه آرګنايزيشن خېبر پښتونخوا مرستياله مشره پلوشه عباس ميلمنه ده.
کېلاش ستیارتي د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په يوه ځانګړي مرکه کې وويل چې د جايزې ګټلو خبر له اورېدو سره يې د نړی ځپل شوي ماشومان سترګو ته ودرېدل.
په اسلام اباد کې ميشت د سياسي چارو يو بل کارپوه فصيح ذکا بيا وايي، له ملاقات سره په راتلونکي کې د پاکستان په سياست کې پوځ ته د مستقله رول موقع ورکړل شوه.
په تحريک انصاف کې د قامي اسمبلۍ له څوکيو څخه د استعفا ورکولو پر سر اختلافات راپيدا شوي دي.
د پاکستان ځيني کارپوهان د دوی احتجاج ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې ددې شاته په اصل کې د پاکستاني پوځ او ټاکل شوي جمهوري حکومت ترمنځ د واک و اختيار پر سر لانجه ده.
د پاکستان حکومت په امر له ننه تر درو میاشتو پورې په اسلام اباد کې د قانون عملي کولو دنده پوځ ته سپارل شوې ده. حکومت د پاکستان د اساسي قانون ۲۴۵مې مادې یا دفعې تر مخې دا ګام اخيستی دی.
کله چې ملاله یوسفزۍ جوړه شوه نو په نړۍ کې یې د تعلیم د ودې، پرمختګ او وکالت لپاره د ملاله فنډ په نوم یوه اداره جوړه کړه.
جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمان)، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (سمیع الحق) او تحریک انصاف هغه مهم ګوندونه دي چې تل یې د شمالي وزیرستان د پوځي عملیاتو (اپرېشن) مخالفت کړی وو.
که څه هم د افغان حکومت، امریکا، پاکستان او نورو عرب هېوادونو د هڅو په نتیجه کې له افغان طالبانو سره د خبرو اترو هڅې شوې دي خو لا یې څه خاص نتیجه نه ده ورکړې.
د پاکستان پوځ پخوانی کرنل خالد منير وايي، د کاروايي پر مهال وسله وال د تېښتې په حال کې دي نو ځکه امريکا ته يوه ښه موقع په لاس ورغلې چې خپل مهم هدفونه په نښه کړي.
د تعليم مبارزې ملالې یوسفزۍ د ناېجیریا پر اسلامي وسله والې ډلې بوکو حرام غږ (ږغ) کړی دی چې د سکول تښتول شوې څه د پاسه ۲۰۰ ماشومانې دې خوشې کړي.
د پاکستان پوځ د جنرال ضياوالحق په مشري کې د ۱۹۷۷م کال د جولايي پر پنځمه نېټه د پيپلز پارټی د بنسټ ايښودونکي او د دې هيواد د لومړي ځل لپاره د ټاکل شوي وزيراعظم ذوالفقار علي بهټو حکومت نسکور کړ.
د پاکستان قامي اسمبلی د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د چارشنبې پر ورځ د تحفظ پاکستان په نامه يو قانون منظور کړ.
په پاکستان کې د نواز شريف په مشري حکومت جوړيدو وروسته يو ځل بيا د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو ښه کولو هڅې ګړندۍ شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا موضوع څېړو چې په لندن کې د پاکستاني ګوند متحده قومي مومنټ مشر د پولیس له لوري د پيسو وینځلو په تور د پلټنو ګروژنو لپاره نیول شوی دی.
د پاکستان مذهبي ګوندونو جميعت علماء اسلام او جماعت اسلامي د جمعې په ورځ په پېښور کې د جرګې په نامه یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې په وزيرستان کې دي پوځي عملیات ودرول شي.
نور وښیئ