عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
دمشال خان پلار محمد اقبال اقبال مشال راډیو ته وويل چې د عدالت فيصله د انصاف ورکولو په لړ کې يو ښه پیل دی.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پرامنه درنې لاملونه او ورسره نورې تړلې پوښتنې بحث شوې دي.
شوکت خټک وايې چې تېر کال ۱۸ زرہ پاکستاني زدہ کوونکي د لوړو زدہ کړو لپارہ چین تہ لېږدول شوي ول.
منظور پښتون وايي چې د فاټا جنګ ځپلی ولس اسلام اباد ته رسېدلی او په دې تمه وو چې محمود خان اڅکزی او اسفنديار ولي خان به ورشي.
د پاکستان مطبوعات وايي چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې نامعلومه وسله والو د جماعت اسلامي ګوند يو ځايې مشر ملک طفيل خان وژلی دی. د جماعت اسلامي يو مشر پروفيسر ابراهيم د یکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال تصديق وکړ چې ملک طفيل وژل شوی دی.
دا غوښتنه د هغه لاريون په پای کې شوې چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډېره اسماعيل خانه پیل شو او د زيارت په ماښام اسلام اباد ته ورسېد.
د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د سيند څانګې مشر اسد اقبال بټ وايي چې د پوليسو له خوا زياتې وژنې په ۲۰۱۴م کال کې شوي دي.
د افغان چارواکيو د پاکستان تازه سفر څه ارزښت لري او دا دوه اړخيزه اړيکو سمولو پر لور لومړي ګام ثابتېدای شي.؟
هاشم خان اپريدي وويل چې په لومړي پړاو کې به په باجوړ، شمالي او جنوبي وزيرستان کې کېمپسونه جوړېږي.
د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د جنورۍ پر ۲۲ مه د اسلامي جميعت طلبه او پښتون بلوڅ کونسل ترمنځ تر شوې نښتې وروسته په لسګونه زدکوونکي نيول شوی وو.
د وژل شوې ماشومې ورورخبريالانو ته ويلي چې خور يې په کور کې يوازې وه او چې کله له بازاره کور ته ستون شو نو هغه مړه پرته وه.
اسفند يار خان ولي وويل چې تر راتلونکيو ټولټاکنو له مخه بايد د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو څوکۍ مالومي شي.
عمران خان دا غوښتنه د وژل شوي ځوان نقيب الله مسود د فاتحې پر وخت ناستو کسانو ته د وينا پر مهال وکړه.
د پاکستان سپریم کورټ د سیند پولیسو ته امر کړی چې د نقیب محسود په وژنه تورن ایس ایس پي راو انوار په درو ورځو کې دننه ونیسي او عدالت ته يې وړاندې کړي.
ښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ او د پاکستان تحريک انصاف غړيو د پښتون بلوڅ زدکوونکيو د نيولو موضوع د سېنېټ په غونډه کې راپورته کړه.
د جمعې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس په مردان کې له ماشومې سره د جنسي تېري او د هغې د وژلو د پېښې ازخو نوټس اخيستی وو.
سياسي او ټولنيز فعالان فېسبوک او ټويټر د خپلو خپلو هدفونو لپاره استعمالوي.
اقبال د شنبې یا خالي پر ورځ د لندن د افریقايي او ختیځ مطالعاتو پوهنتون (سواس) کې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) پر خدايي خدمتګار تحریک او د هغه پر مبارزې خبرې وکړې.
یوه ملګري هاشم خان ته پر فېسبوک د يوه مسود ځوان د ورکېدو خبر وو او ده تر ډېرو خواريو وروسته د نقيب د خپلوانو د ټېلېفون شمېره یې وموندله او هغو د پوليسو له خواد نقيب مسود د وژنې خبر ورکړ.
د خېبر پښتونخوا د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار محمد اقبال له ځايي وخت سره سم د شنبې په ماښام د لندن په سواس پوهنتون کې د عدم تشدد د نړيوال مبارز خان عبدالغفار خان په اړه کلنۍ وينا کوي.
نور وښیئ