عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ وايي په داسې حال کې مذاکرات نه شي کیدایچې د دوی ملګري نيول کېږي او ورپسې منفي خبرې هم کېږي.
جنرال قمر جاويد باجوه د روس په رسمي سفر مسکو ته رسېدلی او هلته يې د روس د مځکني پوځ له قومندان جنرال اولګ ساليوکوف سره په کريميلن محل کې ليده کاته کړي دي.
غونډه په کراچۍ کې د ډان مېډيا ګروپ او د پاکستان منصوبه بندۍ او پرمختيا وزارت کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ څانګې په ګډه جوړه کړې وه.
د پېښور کور کمانډر ويلي چې د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې جايزې دي او په دې اړه به د غورځنګ له مشرانو سره خبرې اترې کېږي.
د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې پاکستان د بشري حقونو په ښه کولو کې پاتې راغلی دی.
د پنجاب پوليسو مرستيال مشر محمد طاهر په مشرۍ کې جوړه شوې چې پکې به د استخباراتي ادارو ای اېس ای، اېم ای او سپېشل برانچ چارواکي هم شامل وي.
په لاهور ښار کې د سپريم کورټ د يو جج اعجازالحسن پر کور د ډزو د پېښې پرضد د پاکستان د وکيلانو اتحاديې د دوشنبې پر ورځ د ټول هېواد په عدالتونو کې د علامتي احتجاج غږ کړی دی. خو د بلوچستان وکيلانو ويلی چې دوی به احتجاج و نه کړي.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان ويلي چې که په اتلسم ترميم کې د بدلون هڅه وشوه نو پر ضد به یې غږ پورته کړي. نوموړي دا خبره د يکشنبې پر ورځ په بونير کې يوې ولسي غونډې ته وکړه.
د مشال تر رڼا لاندې کې دا پوښتنه راپورته کوو چې ولې سياسي ګوندونه د شفافيت په اړه اندېښنې لري او څنګه کېدلای شي چې ټاکنې پاکې او رڼې وشي؟
د امريکا ولسمشر د شام له لورې په دوما سيمه کې پر ولسي وګړيو باندې د مشکوکه کيمياوي بريد په تړاو د دمشق پرضد د پوځی اقدام دړکه ورکړې ده.
دا اوونۍ مو په مشال کې د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ له مور تور پېکۍ سره خبرې کړې دي.
هرڅوک چې کور پرېږدي نو په خپل لاس ورته تاله لګوي او په خپل لاس يې خلاصوي. خو د ملالي کورنۍ نه کور ته په خپله کور ته تاله ولګوله او نه يې هم خلاصه کړه.
په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني وېره ښودلې چې هېواد ته د هغه پر ستنېدو د اصرار څخه هدف د هغه لادرکه کول يا قتلول دي. حسين حقاني دا خبره د مارچ پر ۳۱م نېټه له امريکا غږ سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې ده.
د ملاکنډ د ماهي ګېرۍ اداره وايي چې په سوات کې د شدت پسندۍ او سېلابونو له وجې چې د ټراوټ ماهيانو توليد اغېزمن شوی وو هغه بېرته په ښه کېدو دی او په راتلونکي کال کې به د ټراوټ توليد يا پېداوار دوه نېم لکو کیلوګرامو ته ورسېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د ملالې یوسفزۍ پاکستان ته پر تګ هرکلی کړی دی.
یوه نوې څېړنه ښيې چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په پاکستان کې د انټي-بايوټيکپه استعمال کې ۶۵ فيصده زياتوالی راغلی دی.
د افغانستان په هرات کې وسله والو د اهل تشیع پر جومات برید کړی دی چې پکې یو کس وژل شوی او اته ژوبل دي. رویټرز خبري اژانس وايي، اسلامي دولت ډلې د دې حملې ذمه واري منلې. په دې اړه د اژانس ویډیو وګورئ.
ډاکټر فيصل وويل چې د هند دا تورونه ناسم دي چې وايي په اسلام اباد کې يې سفارتي عمله تنګول کېږي.
دا لومړۍ ځل دی چې يوه ښځه د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزيشن مشره جوړېږي.
نور وښیئ