عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د پښتون تحفظ موومېنټ وايي چې د غورځنګ له فیصله سازې کمېټۍ يې خپل هغه مشران بهر ساتلي دي چې د جولايي ۲۵مه په ټولټاکنو کې برخه اخليخو زیاتوي چې له تحريکه یې نه دي اېستلي.
پروسږ کال (۲۰۱۷) په جولايي کې د پاکستان سپريم کورټ د مسلم ليګ مشر او د هېواد وزيراعظم نوازشريف د پاناما اسنادو په مقدمه کې نا اهله وګرځولی چې له دې سره د دې ګوند او عدالت ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه.
د ننګرهار امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، موټر بم برید د جلال اباد په مخابراتو څلورلاره کې شوی. دوی وايي، د جولای د لومړۍ نېټې برید پر داسې مهال شوی چې د هندوانو او سېکانو مشران د شاهي ماڼۍ لوري ته روان ول چې له ولسمشر اشرف غني سره وویني. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
رويټرز وايي، د خزانې وزارت داسې دستاويزونه يې هم ليدلي چې پکې ويل شوي چې چين د تېر مالي کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې پاکستان ته يو نيم ارب ډالر پور ورکړی دی.
د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ژوبل او معذوره شویو فلسطینیانو د فوټبال لوبډلې جوړې کړې دي او وايي، دې لوبې یې د ژوند رنګ بدل کړی دی. په لوبډلو کې له تنکیو ځوانانو او ماشومانو څخه د پاخه عمر کسان هم شامل دي. ځېنې یې وايي، له دې لارې د فلسطین لپاره مبارزه کوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د سويټزرلېند په جنيوا ښار کې د دوشنبې د ورځې په دې احتجاج کې د ګډون لپاره د اروپا له مختلفو ښارونو څخه په لسګونو پښتانه ورغلي ول او د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته يې تر څو ساعتونو پورې شعارونه ورکړل او ويناګانې يې وکړې.
د پاکستان انتخاباتي کميشن په خېبر پښتونخوا کې د ورشاملو شویو قبايلي سيمو کې د هېواد د نور برخو په شان د جولايي پر ۲۵ مه نېټه د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو کولو درخواست رد کړی دی.
د جون ۲۴مه نېټه چې څنګه پیل شوه نو په سعودي عرب کې ښځو د ګاډي چلولو اجازه تر لاسه کړه. نیمه شپه ښځې سړکونو ته ووتې او په لومړي ځل یې ډرېوري وکړه. تر دې مخکې په سعودي عرب کې ښځو د ګاډي چلولو اجازه نه لرله. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پخوانيو قبايلی سيمو د ټاکنيز بهير جاج اخیستل شوی دی.
په اسلام اباد کې نيول شوي د پښتون تحفظ موومېنټ په ۳۷ غړيو کې تر شلو زيات د سېشنبه په ورځ عدالت ته حاضر کړل شو.
په پاکستان کې د جولای پر ۲۵مه نېټه کېدونکيو انتخاباتو لپاره اميدوارانو د نامزدګۍ پاڼې جمع کړي دي او انتخاباتي کميشن د جون ۲۸ مه د کاغذونو د بېرته اخيستلو لپاره حتمي نېټه اعلان کړې ده.
په سوات کې ملا فضل الله د خپلې واکمنۍ پر مهال خلک ډېر ریات ځورولي وو. په دوی کې د ملالې یوسفزۍ پلار ضیالدین یوسفزی او یو قامي مشر زاهدخان هم شامل دي. دواړو سره د مشال راډیو همکار د ملافضل الله پر مړینه خبرې کړې دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې نن د خېبر پښتونخوا د انتخابي منظرنامې جاج اخستل شوی دی.
د امريکا او شمالي کوريا مشرانو د سېشنبې پر ورځ په سنګاپور کې يو تاريخي ملاقات وکړ او د يوې مسودې په لاسلیکولو سره يې د شمالي کوريا د غير جوهري کولو هوډ څرګند شو.
د امريکا ولمسشر د شمالي کوريا له مشر سره ترخبرو اترو وروسته ويلي چې د کوريا په ټاپووزمه کې به د غير اټومي کېدو بهیر ډېر ژر پیل شي.
د جنوبي وزيرستان انتظاميې د پاکستان قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې په ټوله سيمه کې پر هرډول غونډو بندېز لګولی دی.
د مرکې مېلمنه په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره د فعالې غير حکومتي ادارې عورت فاونډېشن مشره صايمه منير ده.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ولسمشر له خوا د جاري شوي ارډينېنس په اړه د راپورته شويو پوښتنو د ځوابولو کوشش شوی دی.
سلګونه کسانو د یکشنبې یا اتوار پر ماخستن تر هغې وروسته اورلوبه او جشن وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم د مې پر ۲۷مه په صوبه کې د قبایلي سیمو د ورګډولو مسوده منظوره کړه. خلکو د شپې له باب خیبره د پېښور تر فلای اوور پورې لاریون وکړ.
د بلوچستان وزيراعلی او اپوزيشن مشر به د دوشنبې پر ورځ د صوبې د نګران وزيراعلی پر نوم د سلا کېدو لپاره ملاقات کوي.
نور وښیئ