عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
شفيق احمد اېډوکېټ د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه د پنجاب اوکاړه ښاره تښتول شوی وو چې د هم دې مياشتې پر ۲۷مه نېټه د پنجاب بکهر ښار په دښتو کې پرېښودل شو.
بلاول بوټو پر حکومت غږ کړی چې د احتساب قامي ادارې نېب دې ختمه کړي او د مالي درغليو د مخنيوي لپاره دې قوانین پياوړي کړي.
عمران خان صوبايي حکومت ته حکم وکړ چې په قبايلي ضلعو کې دې پرمختيايي کارونه تېز او د ځوانانو لپاره دې د نوکريو موقعې پېدا کړل شي.
پېښور های کورټ د ۲۰۱۹م زکال ډېسېمبر پر شپږمه نېټه اېف ای اې ته حکم کړی وو چې د پېښور چټک بس پروژې په اړه دې په ۴۵ ورځو کې پلټنې بشپړې کړي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې د ډېسېمبر پر ۲۳مه نېټه د پروګرام بحالۍ په اعلانولو سره ويلي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګليو اړيکو نرمي څرګندوي.
مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر احسن اقبال ويلي چې رهبر کمېټۍ به راتلونکې مياشت کې په پالېمان کې د ننه بدلون لپاره سياسي هلې ځلې پیلوي.
د مذهب سپکاوي موضوع دومره حساسه ده چې که يو ځل پر چا دغه تور پورې شي نو که وروسته درواغ هم ثابت شي، د هغه کس او د کورنۍ د ژوند کولو ټول امکانات صلب شوي وي.
تر فیصلې يوه ورځ وروسته د ډېسمېبر پر ۱۸ مه نېټه جنرال مشرف له دوبۍ څخه د پرېکړې په غبرګون کې يو ويډيويي پيغام خپور کړ.
د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو د عدالت له لوري جنرال مشرف ته د مرګ د سزا اورول د جمهوريت بریا بللې خو د پاکستان پوځ ورباندې خپګان ښودلی دی.
دا او نورې پوښتنې د کرښې په غاړه خپرونه کې د وژل شوي ماشومانو وکيل فضل خان اېډوکېټ، ټولنيز او سياسي فعال ضیاوالدين یوسفزي، د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشره او د حقونو فعاله ثنا اعجاز او خبريال رفعت الله اورکزي سره څېړل شوې دي.
د پاکستان يو ځانګړي عدالت ددې هېواد پخواني پوځي امر جنرال مشرف ته نن (سېشنبه) د ايین ماتولو او غدارۍ په تور د مرګ سزا اورولې ده. عدالت د نومبر په مياشت کې د هغه پرضدد مقدمې فيصله خوندي کړې وه.
د جسټس وقار سېټ په مشرۍ درې کسيزه عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷ مه نېټه د غدارۍ او ايين ماتولو په تور کې جنرال مشرف مجرم وګرځاوه او ورته يې د مرګ سزا واورله.
په پېښور ارمي پپلک سکول باندې د ۲۰۱۴م کال ډېسېمبر پر ۱۶ مه نېټه ترهګر بريد شوی وو چې پکې ۱۴۴ زده کوونکي او د سکول کارکوونکي وژل شوي ول.
نوموړې وايي، له ځوانانو په ډک تالار کې يې د جايزې ترلاسه کولو پر مهال ډېر وياړ احساس کړ چې د نورو لپاره الهام بخښونکې شخصيت وګرځېده.
د پاکستان په پنجاب کې د ډاکټرانو او وکيلانو ترمنځ جګړه کې درې ناروغان مړه شوي دي. حکومت د امنيت په خاطر په لاهور کې ريجرز ځواک ځای پر ځای کړی دی.
۱. د میانمار مشرې ان سان سوچي د روهنجيا مسلمانو د نسل کشی تور ګمراه کوونکی بللی. ۲. د سپېن په بارسلونا کې د اور لګېدو وروسته سيمه له خلکو خالي کړل شوې. ۳. په هند کې دوه سری مار د خلکو د توجو مرکز ګرځېدلی.
د پاکستان ترهګرۍ ضد عدالت د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد د ترهګرو پر تمويولو تورن کړی دی. پر نوموړي د ۲۰۰۸م زکال د ممبۍ د حملو پلانولو تور دی چې دی ورڅخه انکار کوي.
په دې وروستيو کې د پاکستان اپوزيشن ګوندونه، د خبريالانو اتحاديې او د بشري حقونوکورني او نړيوال سازمانونه تور پورې کوي چې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعيت ورځ تر بله خرابېږي.
د روغتيا په برخه کې د هغه هېواد د وزيراعظم د سلاکار ډاکټر ظفر مرزا له خولې ليکلي چې عمران خان ټولو لومړیو وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکی کمپاين مشري دې پخپله وکړي.
ټيليفوني خبرو کې اختر مینګل او جهانګیر ترین په دې سلا شول چې د دواړو غاړو مرکچيان به د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه په ملاقات کې دا خبرې څېړي.
نور وښیئ