بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان یو ځانګړې عدالت حکومت ته امر کړی چې د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف پاسپورټ او شناختي کارډ دې معطل کړي.
د بلوچستان وکیلانو د پښتون ژغورنې غوځنګ پر غړو د پولیسو له خوا د رپوټ درجولو پرضد نن په ټوله صوبه کې له عدالتونو بایکاټ اعلان کړی دی.
په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو سازمان په سرکاري روغتونونو کې د ناروغاتو له کتلو انکار کړی دی.
بلوڅان نن د بلوچستان په ګډون د نړۍ په نورو برخو او په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت له لارې د خپل کلتور ورځ لمانځي.
د پېښور اوسېدونکي وايي ، د صوبايي حکومت له خوا په ښار کې پیل شوې میټرو بس پروژې د دوی ژوند سخت متاثره کړی دی.
دا چې افغان طالبانو یې د مخالفت پر ځای د امنیت ساتنې اعلان کړی دی نو ایا په دې سیمه کې نور داسې وسله وال شته که نه چې د یادې پروژې امنیت ته خطر پېښ کړي؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون نه یوازې د دې احتجاج ملاتړ کړی وو بلکې اعلان یې کړی وو چې په خپله به برخه پکې اخلي.
اسفندیار ولي خان دا هم وویل چې په پاکستان کې د چین سفیر باور ورکړی دی چې د چین پاکستان اقتصادي راهداۍ لویدیځه یانې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه تېرېدونکې برخه به خامخا جوړېږي.
په ۱۹۵۷م کال کې د پېښور په برتاکال کې د خداي خدمتګار ارباب عبدالرحمان خان په کور کې زږېدلي ارباب مجیب الرحمان د فرورۍ پر ۲۳مه نېټه د ۶۱ کالو په عمر کې له دې نړۍ سترګې پتې کړې.
د پاکستان سپرلیګ په بېګا ترسره شوو لوبو کې لومړی کراچۍ کنګز و کویټه ګلېډیېټرز ته په ۱۹ منډو ماته ورکړه.
د پاکستان د کرکټ بورډ تر څارنه لاندې ترسره کېدونکی تجارتي ټورنامنټ – پاکستان سپر لیګ – لوبې د فرورۍ له ۲۲مې پیل کېږي.
د افغانستان او امریکا حکومتونو ویلي ، وسله والو طالبانو د خبرو اترو نوبت له لاسه ورکړی دی او دوی نور له هغوی سره د سولې خبرې اترې نه کوي.
په اسلام اباد کې د روان پښتنو ځوانانو احتجاج مخکښان وايي ، د پاکستان ټي وي چېنلونو د دوي پرلت یا احتجاجي ناسته له پامه غورځولې ده.
د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي ، دی د عدالتونو احترام کوي خو عدالتونه دې همد خپل وقار په پام کې نیولو سره د خلکو عزت ته پام وکړي. نوموړي ویلي چې په پاکستان کې د جمهوریت راتلونکی له ګواښ سره مخامخ دی.
د جمعیت علماء اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي ، د قبایلي سیمو د راتلونکي پرېکړه به د دې سیمو ولس په خپله خوښه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي ، دوی نړیوالو حالاتو ته په کتو د پاکستان بهرنۍ تګلارې ته له سره د کتنې په حال کې دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د پاکستان اساسي قانون هلته د اوسېدونکو قامونو ترمنځ تړون دی.
د پاکستان لرې کړل شوي وزیر اعظم نواز شریف ویلي ، څوک چې د ده احتساب کوي هغوی دې له هغو څخه هم تپوس وکړي چې پاکستان یې د تیارې کندې ته غورځولی وو.
د دسمبر پر دویمه نېټه د نومیالي پښتون ملتپال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بنسټ اېښودونکي مشر عبدالصمد خان اڅکزي ۴۴م تلین لمانځل کېږي.
په کوټه کې په لومړي ځل داسې رسټورانټ پرانستل شوی دی چې مېرمنې پکې کار کوي. د رسټورانټ مالکه وايي ، هدف یې دا دی چې مېرمنې پیاوړې کړي. په دې اړه د مشال راډیو ویډیو وګورئ.
نور وښیئ