بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان پخواني وزیراعظم په ۲۰۱۱م کال کې د بلوچستان د زده کوونکو لپاره داسې یو وظیفه جاري کړې وه چې د وزیراعظم له فنډه به ورکول کېده.
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت ادعا کوي چې په خپله واکمنۍ کې یې په نړۍ کې د پاکستان نوم ښه کړی دی.
چین ۲۰ روغتونونه د دې لپاره ځانګړي کړي دي چې یوازې په کورونا جراثیمو د اخته شویو خلکو علاج وکړي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیر جوزف بورېل ویلي چې اوس په ټوله اروپا کې یهودان په پوره توګه خوندي دي. د هندي فلمونو یو شمېر اداکارانو د جنورۍ پر ولس غږ وکړ چې د چاپېریال پاک ساتلو ته پام وکړي.
۱. جنوبي کوریا کې په څلورو کسانو کې د کورونا وایرس تشخیص شوی ۲. اردغان وايي د لېبیا له خلیفه حفتره د اوربند د درناوي هیله نشي کېدای ۳. هند د جمهوریت ورځ لمانځلې
د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازار تجارانو او د جایداد مالکانو د خپلو غوښتنو لپاره د جنورۍ له ۲۹مې په پېښور کې د پرلت اعلان کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان له سختو اقتصادي مشلاتو راوتلی او د پانګولای اعتماد پرې بحال شوی دی.
۱. اوکراین له ایرانه د ویشتل شوې الوتکې تور بکس غواړي ۲. برتانیوی وزیراعظم له افریقايي هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخوي ۳. په نیپال کې د واورین کمر نړېدو په پېښه کې د اووه کسانو لټون
د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړي وايي ، حکومت د باران او واورې له کبله ځپل شوي خلک یوازې پرېښې دي.
د پاکستان د پنجاب صوبې په راولپنډۍ کې یو عدالت د تحریک لبیک پارټۍ ۸۶ غړو ته په دې تور د ۵۵ کاله بند سزا اورولې ده چې د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې یې د لاریونونو پر مهال تشدد کړی وو.
د بلوچستان حکومت غواړي چې د کوټې ، قلعه عبدالله او پښین ضلعې ووېشې او نوې ضلعې پکې جوړې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي چې د جنورۍ پر لسمه یې له خپل روسي سیال سېرګی لاوروف سره پر ټلیفون خبرې کړې دي او د منځني ختیځ په اړه یې بحث کړی دی.
د پاکستان قومي اسمبلۍ د جنورۍ پر لسمه نېټه یو داسې قانوني مسوده منظور کړه چې پر ماشومانو د جنسي تېرو د مخنیوي لپاره یې سختې سزا ګانې ټاکلې دي.
۱. په عراق کې د امریکا په برید کې د وژلي ایراني جنرال قاسم سلېماني مړی ایران ته ورسول شو.
د مسلم لیګ نواز ، پپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند یو شمېر غړو پر ټولنیزو رسنیو خپل ګوند د اسټبلشمنټ په ملګرتیا تورن کړی دی.
جعیت علما اسلام فضل الرحمان ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، نېشنل پارټۍ او جماعت اسلامي د پوځ د مشر کاري مودې غځولو لپاره
۱. په یمن کې پر پوځي پرېډ برید ۲. د سومالیا په بمي چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۹ ته رسېدلی ۳. یوې کمپنۍ داسې بوټان جوړ کړي چې تر استعمال وروسته خپله خاورې کېږي
د پاکستان د صحي خدماتو وفاقي وزارت وايي ، داسې پلان یې تیار کړی دی چې تر پنځو کالو په ملک کې د ډینګي په څېر ناروغیو مخه ونیسي.
د پرویز مشرف له خوا د لاهور په های کورټ کې په داخل کړل شوي درخواست کې غوښتنه شوې چې هغه ته اورول شوې د مرګ سزا دې کالعدم وګرځول شي.
۱. په عراق کې د حکومت ضد پراخ احتجاجونه ۲. په هند کې د شهریت بل پر وړاندې احتجاجونه روان دي ۳. د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین کریمیا له روسیې سره د نښلوونکي پله پرانیسته کړې.
د خیبر پښتونخوا د بونېر ، باجوړ ، سوات او یو شمېر نورو سیمو خلک وايي ، هلته وسله والو بیا سر راپورته کړی دی خو حکومت پرې سترګې پټې کړې دي.
نور وښیئ