بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي.
نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ.
د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ.
د اپوزیشن ګوند، پيپلز پارټۍ مشر غړی مانډویوالا تور پورې کوي چې احتساب اداره خلک په ذهني توګه تر دومره ډېر فشار لاندې راولي چې هغوی خودکشي وکړي.
په پاکستان کې د اقليتونو د حقونو لپاره کارکوونکې غیرسرکاري ادارې سنټر فار سوشل جسټس په خپل يو تازه راپور کې ويلي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې په دې ملک کې ۱۶۲ نجونه په زور اسلام ته اړول شوې او ودونه ورسره شوي دي.
د پاکستان بشري حقونو کمیشن او د خبريالانو وفاقياتحادیې يا پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس ۱۵ خبريالانو په عدالت کې د هغه درخواست بيا جمع کولو تیاری کړی چې دوی پکې پر ټيليويژن د ځينو کسانو پر مرکو او تقریرونه ښودلو بندیز چېلنج کړی دی.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړيواله اداره واييپه افغانستان کې د جګړو، هوا بدلون او کورونا وایرس له امله د خلکو اقتصاد خراب شوی او په ميليونونو خلک بې کوره شوي دي. دې ادارې تر ټولو زیاته اندېښنه د ماشومانو په اړه ښودلې چې په وينا یې د خوړو کمی او خوار ځواکيلري.
د بلوچستان د سرکاري ښوونځيوو استادانو اتحادیه وايي په ښوونځيوو کې د استادانو د کمي له وجې د دې صوبې تعليمي حالت د بحران پر لور روان دی.
د پاکستان پرايوېټ سکولونو يا شخصي ښوونځيوو اتحادیه وايي د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د حکومتي اقداماتو له کبله ۳۵ زره ښوونځي بند شوي دي.
د ۲۰۱۹ کال په وروستيوو کې د چين له اوهان ښاره راپېدا شوي کورونا وایرس، د رويټرز خبري اژانس ترمخه، تر دا مهاله په دنيا کې له يو اعشاريه درې ميليونو څخه زیات خلک وژلي دي. خو اوس د وايرس د کنټرول لپاره په ځينو هېوادونو کې د ویکسينو جوړولو چارې چټکې شوې.
د بشري حقونو څيړونکي ادریس خټک تر نيولو یو کال وروسته، امنيتي ادارو د هغه لور، تالیه خټک ته اجازه ورکړه چې د نوموړي سره وګوري. دا په دغومره موده کې په زور د غيب کړل شوي يوه پلار او د هغه د موندلو لپاره د راوتې يوې غمژنې لور لومړي ليده کاته وو.
د افغانستان سوداګرۍ وزارت له خوا مشال راډيو ته د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه، په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته له پاکستانه د دوه بيليونو ډالرو مالونه وړل شوي خو تېر کال دا سوداګري له يو بيليون ډالرو هم کمه وه.
په پاکستان کې حکومت دکورونا وایرس د بيا خپرېدو مخنيوي کوښښکوي. د دې لپاره یې د عامه پوهاوي د زیاتولو تر څنګ خلکو ته ويلي چې ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي. چارواکو په اسلام اباد کې ځينې سړکونه او مارکېټونه هم تړلي چې ځاييدکانداران پرې خفه دي. نور د اسوشیېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
مریم نواز وايي: ''هر ګوند خپله ايجنډا او خپله پالیسي لري. پر هېچا هېڅ جبر نشته. موږ په ځينو خبرو همغږي يو چې په راتلونکې کې به هم انشاالله همداسې وي. زموږ د ټولو بيانيه تقريبا يو شان ده.''
اسوبايي کوهلي په یوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلې ده. اوس یې هم مالي حالت څه ښه نه دی. په پښو معذورۍ یې ژوند نور هم سخت کړی خو بیا یې هم همت نه دی بایللی.
د سعودي عرب حکومت د کورونا وایرس د خپریدو مخنيوي لپاره په تېره فرورۍ کې د عمرو کول وځڼدول او حج کول یې محدود کړ. اوس یې یو ځل بيا بهرنیانو ته اجازه ورکړي چې د عمرې لپاره ورشي خو ځيني شرطونه بايد عملي کړي. په دې شرطونو کې قرنطین او د فاصلې مراعتول شامل دي. په اړه یې دا ويډيويي راپور وګورئ
ماته وايي ولې پريشانه کېږي. ټاپوګان خو اسلام اباد ته نه وړو. ته خو یې یوسه! په تا کې دومره همت شته؟ يو اينچ ځمکه خو ته يوسه؟ دا ټاپوګان زموږ دي. د سنديانو دي.
د مسلم ليګ (ن) يو مشر او د پخواني وزیراعظم نوازشريف زوم، کيپټن محمد صفدر ويليچې دی به په هر اکتوبر کې کراچۍ ته ځي او د ووټلپاره د عزت خبره به کوي.
د پاکستان په جمهوري تحريک کې ورغونډو اپوزیشن سیاسي ګوندونو په کراچۍ کې يوه لويه جلسه کې د تحريک انصاف حکومت د استعفا غوښتنه تکرار کړه.
د بشري حقونو لپاره کارکوونکي وکيل، شبير حسین ګګياڼي د حراستي مرکزونو په اړه په پېښور هایکورټکې درخواست جمع کړی دی.
ډان ورځپاڼې د وزیراعظم عمران خان د کورنيوو چارو او احتساب سلاکار، شهزاد اکبر له خولې ليکلي چې حکومت د برتانيا چارواکو ته د نوازشريف د ورسپارلو لپاره ليکونه او يو رسمي درخواست استولی چې لا یې ځواب نه دی ورکړل شوی.
نور وښیئ