ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان د نورو برخو په شان د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د کورونا وايرس له وجې ټرانسپورټ بند دی خو په ښار کې رکشې راونې دي. د رکشو چلوونکي او سورلۍ له یو بل څخه فاصله نه ساتي د کوم له کبله چې د ډاکټرانو په وینا د کورونا وایرس خپرېدو امکانات زیات وي. نور تفصيل د ايوب ترين په دې ويډيو کې وګورئ.
پاکستان په افغانستان کې د کورونا وايرس د پېښو تر رامنځ ته کېدو وروسته د چمن - بولدک لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه چې له کبله بې سوداګرو ته لوی زیان اوښتی وو.
عمران خان دا هم وویل، د کولپي له لاسه چې کړم کاروبارونه تړل شوي دي د هغې بدې اغېزې به د بلوچستان پر ولس زیاتې وي هغه ځکه چې دلته لا له وړاندې بې وزلي او بې زورګاري زیاته ده.
د دې پېښې په خبرتیا په سیمه کې سرحدي عسکرو او ځاي لیویزو د برمته ګرو پرضد عملیات کړي خو هغوی په تېښته بریالي شوي دي
ډاکټران ادعا کوي چې په سول هسپتال کوټه کې د کورونا وايرس د ناروغانو د علاج پر وخت د ځان ژغورلو لپاره مناسب طبي سامان او الات نلري.
په کوټه کې پوليسو د اپرېل پر شپږمه نېټه (نن) ګڼ شمېر ډاکټران نيولي دي. په سلګونو ډاکټرانو د خپلو غوښتنو په حق کې د وزيراعلی دفتر مخې ته مظاهره وکړه. دوی شکايت کوي چې په سول هسپتال کوټه کې ډاکټران د کورونا وايرس ناروغانو د درملنې پر مهال د ځان ژغورنې سامان و الات نلري.
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال وايي د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به حکومت او حزب اختلاف په ګډه کار کوي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولې ۲،۴۲۱ پېښې ثبت شوې دي. پوهنتون وايي، په هغه هېواد کې له ناروغۍ ۳۴ کسان مړه شوي او ۱۲۵ یې رغېدلي دي.
د کورونا وايرس د خورېدو مخنیوي لپاره د بلوچستان حکومت کوټه ښار بند کړی دی. خو حلک بيا هم لارو کوڅو ته راووځي. دلته د تجارانو اتحادیې وياند وايي دوی د حکومت سره په دې کار کې مرسته وکړه او خپل تاوان یې وکړ خو اوس چې ګوري نو خلک د حکومت لارښوونې نه عملي کوي. ايوب ترين په دې اړه ويډيو راپور لري..
په بلوچستتان کې د کورونا وایرس دوه نور ناروغان پیدا شوي دي. له دې سره په صوبه کې د کورونا وهلو شمېر ۱۱۰ ته رسېدلی دی.
تر سيند صوبې وروسته بلوچستان هم له وفاقي حکومته غوښتي چې د کورونا وايرس د خورېدو مخنيوي لپاره دې پوځ ورولېږي.
په چمن کې د کسټم چارواکو په وینا په لومړي پړاو کې د افغانستان لپاره د ټرانزیټ په شیانو بار ټرکونه او کنټېنرونه سپين بولدک ته پرېښودل کېږي چې په سبزیانو او مېوو بار ټرکونو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
د سلطان خان په وينا له لومړنيو معلوماتو څخه داسې ښکاري چې په کان کې د ګېس جمع کېدو له امله چاودنه شوې وي او کان نړېدلی وي.
په چمن کې د چارواکو په وینا، د وزیر اعظم له اعلانه پس د کسټم کارمندان چمن ته پر رسېدو دي چې کله هغوی ورسېږي نو دغه پوله به د تجارت لپاره خلاصه کړي
د بلوچستان های کورټ د کورونا وایرس مخنيوي لپاره په دې صوبه کې د مرکزی حکومت کړي کارونه د ډاډ وړ ونه بلل.
د بلوچستان حکومت وايي چې په صوبه کې تر اوسه په ۱۰ کسانو کې د کورونا وایرس پخلی شوی دی چې څلور د کوټې ، دوه د سیند او پاتې څلور د ملک د نورو برخو دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کي د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارې بندېدو او په چمن کې د ناامنۍ پر ضد احتجاجي لاريون کړی دی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د کرونا له وایرس څخه د یو ماشوم تر ناروغه کېدو ورسته ښاریانو احتجاج کړی دی. دوی په صوبه کې د روغتيايي سهولتونو له نشتوالي هم شکايت کړی.
د بلوچستان مرکز کوټه کې لسګونو مېرمنو د مېرمنو د نړېوالې ورځې په مناسبت په لاریون کې برخه واخېسته. دا لاریون چې د عورت ازادي مارچ برخه ده،
پاکستان تر دوو اونیو وروسته د بلوچستان په تفتان کې له ایران سره خپله پوله په لنډمهاله توګه تجارت ته خلاصه کړې ده.
نور وښیئ