اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي. هغه هره اوونۍ "د ځوانانو غږ" خپرونه هم وړاندې کوي چې پکې په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د ځوانانو اړوند مسایل څېړل کېږي. د ځوانانو غږ خپرونې ټولې ویډیويي برخې د مشال راډیو د یوټیوب له لارې دلته لیدلای شئ.
بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایران او پاکستان د نړۍ په هغو پینځو هېوادونو کې دي چې پکې خلکو تر ټولو ډېرې د مرګ سزاګانې ورکړل شوې دي.
په ملاکنډ ډويژن کې د پوځی چارو مشر (جي اوسي) مېجر جنرل علي عامر اعوان د يوې دستورې پر مهال د پوستو واک په رسمي توګه پوليسو ته و سپارلی.
تېره میاشت د عاصمه راني ورور پېښور های کورټ ته خواست کړی و چې د امنیتي خطر له وجې دې د هغه د خور د وژنې مقدمه له کوهاټ څخه پېښور ته انتقال کړي.
په اورکزیو ايجنسۍ کې سياستوالان، خبريالان او ځوانان وايي، چې پر دوی لګېدلو بندېزونه کې نرمي راغلې خو بايد چې د دوی پر فعالیتونو لګېدلی بندېز په بشپړه توګه هیسته کړل شي.
د کوټې په علمدار سړک د هزاره ګانو پرلت نن په شپږمه ورځ هم روان دی. دوی له حکومته غوښتي چې د دوی هدفي وژنه دې بنده کړل شي او زمه وارو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
د امریکا بهرنيو چارو وزارت د پاکستان دوې ډلې ملي مسلم لیګ او تحریک ازادي کشمیر د ترهګرو لسټ ته واچولې
د زیارت/پنجشنبې ورځ د خېبر پښتونخوا په بره دیر کې د مقامي حکومتونو څلورو چوکیو لپاره ضمني انتخابات ترسره شول چې پکې په اول وار ګڼو ښځو خپل ووټونه واچول.
د خیبر پښتونخوا د کښلې سېلانۍ سیمې سوات اوسېدونکې، د امن نوبيل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ نن د زیارت/پنجشنبې ورځ نېږدې پنځه کاله پس خپل هېواد ته ستنه شوه. دا وايي، تل یې ارمان وو چې خپل وطن ته ستنه شي.
د پاکستان بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ويلي دي چې په طالبانو ګډ فشار ته اړتيا ده چې دارنګ طالبان له تشدده لاس واخلي او د سولې په بهير کې شامل شي.
د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور د شورو/چارشنبې ورځ د پينډۍ په پوځي هېډکواټر کې خبريالانو ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين زياتره غوښتنې منل شوي او په قبايلي سيمو کې چوکۍ (چيک پوستونه) د ولس ساتنې لپاره دي.
د اورکزۍ ایجنسۍ د پرېس کلب مشر صلاح الدين اورکزی او د فاټا ذده کونکو سازمان مشر الياس اورکزی وايي چې د دې سیمې د ځوانانو د مسلو په اړه خبرونه ځکه نه خپرېږي چې ځايي پوځي چارواکو پر رسنيو بندېز لګولی دی.
د ۱۹م مارچ راهيسې د فاټا سپرليګ ميچونه پېل شوي چې پکې د بيلابيلو قبايلي ايجنسيو ۲۴ لوبډلې برخه اخلي.
په پاکستان کې د رسنيو څارنې سازمان فريډم نېټورک اورکزو ايجنسۍ ته د خبريالانو په ورتګ يا له هغه ځايه په ريپوټنګ بندېز په سختو ټکیو کې غندلی.
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي، هېواد يې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
د امريکا دفاع وزير جيمز ميټس په سېشنبه کابل ته د خپل سفر پرمهال وويل، هغوی ته د پاکستان لخوا ځينې مثبتې اشارې ښکاري او له افغان پولې سره یې خپلې غاړې ته پوځي عمليات ترسره کړي.
جواد ظريف وويل چې ايران د پاکستان/چين اقتصادي کاريډور هرکلی کوي او د پاکستان ايران ګېس پايپ لاين په منصوبه کې د چين شاملولو ته هم چمتو دی.
نواز شریف وویل، هغه چې د نوي پاکستان او د اصولونو خبرې یې کولې. و مو کتل چې څرنګه د بني ګاله او بلاول هاوس واله او له خيبر پښتونخوا تلونکې قافلې په يوه بارګا کې ښکته شوې.
نور وښیئ