اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي. هغه هره اوونۍ "د ځوانانو غږ" خپرونه هم وړاندې کوي چې پکې په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د ځوانانو اړوند مسایل څېړل کېږي. د ځوانانو غږ خپرونې ټولې ویډیويي برخې د مشال راډیو د یوټیوب له لارې دلته لیدلای شئ.
فضل رحیم مروت وايي ترڅو چې رياست خپله بيانيه او پاليسي نه وي اړولې نو تر هغو په مدرسو کې اصلاحات ګټه نه شي رسولی
د شمالي وزيرستان مشران وايي په سيمه کې مخ په زياتېدونکیو هدفي بريدونو انديښمن کړي دي.
د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې له ځوانانو خبریالانو سره د هغوي د کار او د کار پرمهال د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.
د پاکستان زياترو سياسي ګوندونو د پاکستاني پوځ وياند اصف غفور لخوا پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوي تورونه ناسم بللي.
د پاکستان وزير اعظم چې له قبايلو او په ځانګړې توګه د دې سيمې له ځوانانو سره کومې وعدې کړي نو هغه څومره پوره شوي دي.
د سیند پوليسو مشر سيد کليم امام د اپرېل پر ۲۴مه رويټرز خبري اژانس ته وويل:"موږ به نرښځيانو ته د هغو د تعليم مطابق څوکۍ ورکوو." نرښځیانو د نوموړي د اعلان هرکلی کړی.
د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې ګڼو خلکو د ايسټر په لاريونونو کې برخه اخیستې. پر دې اړه درته اسرار عالم مومند د رويټرز ويډيويي راپور وړاندې کوي.
په پاکستان کې خبريالانو د برېښنايي رسنیو سمبالولو پر نوې حکومتي ادارې (پیمرا)انديښنه ښودلې. په لاهور کې مشر خبريال امتياز عالم د شورو پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پېمرا دا نوې اداره به ټولې رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.
په ايران کې له تېرو شا او خوا دوو اونيو راهیسې د بارانونو له وجې راغليو سېلاوونو ۵۷ کسان وژلي دي. د سيندونو ماتېدو له کبله اوبو يوشمېر کلي او سيمې لاندې کړې دي. په دې اړه د اسرار عالم مومند دا ويډيويي رپورټ وګورئ.
د پاکستاني خبريالانو وفاقي اتحاديې له حکومته غوښتي چې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د يو خبريال حفیظ الله وزير د کور سوځوونکو ته دې سزا ورکړل شي.
د هندوستان مېرمنو بلاګ په نامه يوې انټرنيټي څانګې په ټولنيزې رسنۍ ټوېټر يو بحث پېل کړی چې پکې د افغانستان او پاکستان کډون د جنوبي اسيا د يو شمېر هېوادونو جينکۍ برخه اخلي.
د ډچ باکسېنګ يا سوک وهنې اتل روډي لوبرز چې له باکسر محمد علي سره يې هم سيالۍ کړي ، دا وخت له غريبۍ سره په جنګ دی. نوموړی په بلغاريا کې په يو يخ ګاډي کې ژوند کوي. د ډچ ټي وي عملې ۷۳ کلن لوبرز په بلغاريا کې ومندلو.پر دې اړه د رويټرز ويډيو اسرار عالم مومند اېډټ کړې.
د پاکستان سياسي ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي وژنه په سختو ټکو کې غندلې او وايي د دا قسمه پېښو د مخنيوي لپاره به په پارلمان کې غږ راپورته کوي.
دا چې د دې معذورانو لپاره د تعليم، روزګار او د سپورټس په برخه کې څه موقعې شته او کنه هم پر دې مو خبرې کړي.
د وزيرستان ځوانانو سازمان ويلي دي که د حيات خان خبرې ریښتيا ثابتې شوې نو دوی به احتجاجي دهرنه پیلوي.
دا چې اسيه بي بي اته کاله قېد د درواغو تورونو له وجې تېر کړ نو د پاکستان ځينې سياسي ګوندونه او اسلامي نظرياتي کونسل وايي بايد چې د مذهب د سپکاوي ضد قانون ناسم استعمال ودرول شي او په دې لړ کې قانون سازۍ ته اړتيا ده.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي بايد سعودي چارواکي بې طرفه نړيوالو څارونکو ته اجازه ورکړي چې دارنګ په دې هېواد کې له قيديانو سره وويني.
نور وښیئ