احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
زياتره هغه کسان په لیکو کې ولاړ دي چې د حکومت تر احساس پروګرام لاندې ورته دوولس زره روپۍ د ګوتو نښو نه کره والي له کبله نه دي ورکړې شوي
د پاکستان حکومت د مې مياشتې لپاره په ملک کې د تيلو په نرخونو کې تر ۳۰ روپیو کمی کړی دی او نوي نرخونه د مې له لومړۍ نېټې عملي شوي دي.
وزيراعظم عمران خان ويل په پاکستان کې د کورونا وايرس هغومره پيښې مخې ته نه دي راغلي د څومره چې توقعو کيده خو که پام و نشي نو زياتېدای شي
ټېلي سکول چېنل له ننه هره ورځ د سهار له ۸ بجو خپلې خپرونې پرانستلې چې پکې به له لومړي تر دولسم کلاس ټولګي زده کونکيو ته د هغوی له نصاب سره سم ښوونه ورکول کېږي
د پاکستان د نورو برخو په څېر په اسلام اباد کې هم له تيرو درې اونيو راهسې هر څه بند یا لاک ډاون دی چې له وجې یې نه یوازې کاروبارونه په ټپه درېدلي دي بلکې د خلکو پر تګ راتګ هم ترڅه حده بنديز لګول شوی دی. د اسلام اباد په ايي ۱۲ سيمه کې د افغان کډوالو کېمپ کې پر ميشتو خلکو هم دا بندیزونه لګول شوي چې له
په دياړۍ مزدوران او غريب خلک وايي حکومت ډير کم رقم ټاکلی دې، په ۱۲ زره روپۍ خو د يوې مياشتې غله یا راشن نه کيږي نو پاتې درې مياشتې به څنګه تېروي.
اسلام اباد: د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې خلک په کورونو کې ایسار او بازارونه بند دي. احمدالله یې درته په ويډيو کې ښيي.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې نيزدي ټول دکانونه د کورونا وایرس د خورېدو له وېرې بند دي. خلک وايي دوی ته دا قبوله ده خو چې له کورونا وایرسه بچ پاتې شي. احمدالله یې په اړه ويډيو راپور لري.
د کورونا وایرس د خورېدو مخنيويلپاره حکومت په اسلام اباد کې تفريحي ځايونه تړليدي. چارواکي وايي دا کار یې په عارضي توګه کړی او کله چې د کورونا وايرس خطر کم شي، نو بېرته به یې پرانيزي. په اړه یې د احمدالله راپور...
د خېبرپښتونخوا د ضم کړل شويو قبايلي ضلعو يوشمېر مشران وايي سيمه کې يې تر انضمام وروسته هم هېڅ ډول پرمختيايي کارونه ونشول نوله حکومته غوښتنه کوي چې پخوانۍ فاټا ته دې د بېلې صوبې درجه ورکړل شي.
د ګلګت بلتستان حکومتي ویاند فیض الله فراق مشال راډیو ته وویل، کوسټر بس د مارچ پر نهمه له سکردو څخه په لار وو چې په روندو تحصیل کې د پېښې ښکار شو.
د مارچ پر څلورمه د پارلېماني چارو وزیر اعظم خان سواتي قانوني مسوده وړاندې کړه چې ورباندې د سېنېټ غړو بحث وکړ.
په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر خان اپرېدي د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د راجسټر افغان کډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل په ژمي کې
په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴۰ کاله پوره کېدو په مناسبت دوه ورځنې کانفرانس د فبرورۍ پر ۱۸مه پای ته ورسېد.
دا کانفرانس په پاکستان کې د افغان کډوالو د ۴۰ کلونو د مودې پوره کېدو په اړه جوړ شوی. وزیراعظم عمران خان د کانفرانس پرانېسته وکړه.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کشمير، د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې او د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ او د ستراتیژیکو او سوداګریزو اړيکو پر پراخولو څرګندونې کړې دي.
اردغان د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف ) د څار له خړ لېسټه د پاکستان نوم د ایستلو په برخه کې د خپلې مرستې ډاډ ورکړ.
بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر څلورمه په کراچۍ کې یوې غونډې ته وویل، د حکومت د ناسمو اقتصادي پالیسیو له وجې ګراني خورا زیاته شوې.
د پاکستان حکومت وايي، په چين کې د کورونا وايرس لړ کې د پاکستانيانو خپل هېواد ته د نه ستنولو په فيصله ولاړ دی.
نور وښیئ