احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان په پارلېمان کې د فاټا استازي د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو یا د یوې جلا صوبې جوړولو په اړه یوه خوله نه دي.
د پارلمان غړو د داخله چارو وفاقي وزیر چودري نثار هغه خبره رد کړې ده، چې ګنې د ځینو سیاسي ګوندونو غړي په روانو ترهګرو پېښو سیاست کوي، او په حکومت بې ځایه تورونه لګوي.
د عوامي نېشتل ګوند سنېټر الیاس بلور وويل، د پاکستان لومړي وزير د يوه کس په وينا د فاټا اصلاحاتو موضوع د کابينې غونډې له اېجنډا اېستلې وه.
په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کميټۍ جوړه کړې وه خو د هغې پر سپارښتنو جميعت علماء اسلام ف ډلې او پښتونخوا ملي عوامي ګوند اندېښنې ښودلې وې
پاکستان کرکټ بورډ د ممکنه درغليوو د تړاو په تور دوه هغه لوبغاړي چې دا مهال د پاکستان سپر لېګ سياليوو لپاره په دوبۍ کې وو، خپل وطن ته ورغوښتي دي. د دغو سياليوو مشر نجم سيټي په خپل بيان کې ويلي چې له دغو دوو لوبغاړو شرجېل خان او خالد لطيف څخه په دې اړه نورې پلټنې کوي.
د ګل په ورځ د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه د اسلام آباد په کنوېنشن سېنټر کې جرګه روانه ده چې پکې د قبايلي سيمو اوسني او پخواني پارلېماني استازي، قبايلي مشران، پخواني سفارتکاران او له سرکاري افسرانو سره سره وکيلان، زده کونکي او د فاټا سياسي اتحاد غړي ګډون لري.
په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو استازي وايي حکومت دې د دوی د سيمو آيني حیثیت بدلولو مخکې هلته پرمختيايي کارونه پيل کړي او په راتلونکې کې چې قبايلو په اړه هره کمېټه جوړيږي بايد له قبايلي سيمو د پارلمان غړي پکې وي.
په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلماني مشر شاه جي ګل اپريدی وايي چې د راتلونکي ګل پر ورځ يې اسلام آباد کې يوه جرګه رابللې ده چې پکې به د قبايلي سيمو پارلماني استازو، قبايلي مشرانو، وکيلانو، زده کونکيو او فاټا سياسي اتحاد ته د ګډون بلنه ورکوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې په جرګه کې د اووه واړه اېجنسيو او شپږ ايف آرز څخه موجوده او پخواني پارلېماني استازي، قبايلي مشران، پخواني سفارتکاران او له سرکاري افسرانو سره سره زده کونکيو هم ګډون کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلماني استازي عبد القهار ودان مشال راډيو ته وويل د جرګې پر مهال چې قبايلي مشرانو هره پرېکړه وکړه نو دوی به یې د عملي کولو لپاره اقدامات کوي.
افغان زده کونکیو، سوداګرو او هغه کډوال چې له پاکستانیو ښځو سره يې ودونه کړي دي، د اوږدې مودې لپاره د ويزو ورکولو غوښتنه شوې ده
د پاکستان سرکاري خبري اېجنسۍ APP لیکي چې د خالي په ورځ په خزانې وزارت كې د ملاقات پرمهال د سېنټر اسحاق ډار وينا وه چې د پاكستان حكومت د امريكا نوې انتظاميې سره دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيکو ته وده ورکول غواړي ځکه چې د دواړو ملکونو ترمينځه د تجارت او سرمايه کارۍ يو شمير موقعې موجودې دي.
تېره ورځ ډونلډ ټرمپ د امريکې د پنځه څلويښتم ولسمشر په توګه سوګند وکړ. د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې د نوموړي سره به شريک کار کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې دا وخت په ملک کې په ترهګرۍ تر ډېره حده قابو موندل شوی دی نو د پوځي عدالتونو هم ضرورت نه دی پاته.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند له مرکزي حکومته غوښتنه کړې ده چې د نوښار نه تر چتراله پورې سړک دې د اقتصادي راهدارۍ متبادل سړک وګرځوي.
د چودري نثار علي خان د دې بيان پرضد د پاکستان پيپلز ګوند او متحده قامي مومنټ غړیو له ايوانه واک اوټ وکړ او و یې ويل چې دا خبره ریښتيا نه ده چې فرقه ييزې پېښې له تېرو ديارلسوو کلونو راهیسې روانې دي.
د بلوچستان بوري (لورالايي) د رساله لاين سيمې اوسېدونکي په اسلام اباد کې په احتجاجي دي او وايي چې اېف سي ځواکونو يې کورونه نړولي دي او له خپلو کورنو يې بې کوره کړي دي.
نور وښیئ