د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکټر ظهیر بلوڅ په ګډون شاوخوا ۵۰ بلوڅ مظاهرچیان له زندانه خوشې شوې دي


د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکيو خلاف د بلوڅانو لاريون د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته ورسېد.
د ماورای عدالت وژنو او جبري لادرکيو خلاف د بلوڅانو لاريون د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته ورسېد.

د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتۍ کمېټۍ يو مشر ډاکټر ظهیر بلوڅ او يوشمېر نور بلوڅ احتجاج کوونکي له زندانه خوشې شوي دي.

په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته د بلوڅانو د احتجاجي پرلت مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅې د ډېسېمبر پر ۲۷مه ناوخته خبریالانو ته وويل چې پوليسو ډاکټر ظهير بلوڅ او شاوخوا ۵۰ نور بلوڅ احتجاج کوونکي د ډېسېمبر د ۲۶مې او ۲۷مې ترمینځ شپې مهال او د ډېسېمبر پر ۲۷مې سهار وختي له زندانه خوشې کړي دي.

نوموړې زياته کړه چې اوس هم ۳۴ بلوڅ احتجاج کوونکي د پوليسو په حراست کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد پوليسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه دعوه کړې وه چې ټول ۲۹۰ نيول شوي احتجاج کوونکي يې خوشې کړي دي خو بلوڅې هغه مهال ویلي ول چې د ډاکتر ظهیر بلوڅ په ګډون یې لسګونه ملګري بندیان دي.

د بلوڅانو يکجهتي کمېټۍ د ډېسېمبر پر ۲۷مه پر اېکس پاڼه هغه ويډيو خپره کړې ده چې پکې ډاکټره ماهرنګ بلوڅه او ډاکټر ظهير بلوڅ د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

ظهير بلوڅ خبریالانو ته وویل چې د پاتې بنديانو تر خوشې کولو وروسته به د پاکستان د وفاقي حکومت له مذاکراتي کمېټۍ سره خبرو کولو ته کښېني او بیا به خپله راتلونکې تګلاره اعلان کړي.

نوموړي وويل چې د نيول شويو بلوڅو زده کوونکو ازموينې روانې دي او که هغوی خوشې نه شي، نو زدکړې او راتلونکی ژوند يې اغېزمنېدلای شي.

په همدې حال کې د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ په مشرۍ لسګونه بلوڅانو د ډېسېمبر له ۲۳مې راهیسې د اسلام اباد د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت ته دوام ورکړی دی.

احتجاجیان وايي چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه چې له بلوچستانه تر څو ورځني لاریون وروسته اسلام اباد ته ورسېدل نو پولیسو ورباندې تشدد وکړ او لسګونه کسان یې ونیول. پولیس وايي، مظاهرچیانو په کاڼو ویشتلي ول نو ځکه یې ګرفتار کړل.

د بشري حقونو سازمانونو د پوليسو د دې عمل غندنه وکړه او په بلوچستان کې یې پرضد مظاهرې وشوې.

تر دې وروسته د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په وینا له مظاهرچیانو سره د خبرو لپاره یوه کمېټي جوړه شوه چې غړو یې له مظاهرچیانو سره خبرې کړې دي.

د نګرانې وفاقي کابينې مذاکراتي کمېټۍ تېره اوونۍ له پرلتوالو سره خبرې کړې وې. پرلتوالو له هغوی د نيول شويو بلوڅ احتجاج کوونکو د خوشې کولو، د ماورای عدالت وژنو درولو او پکې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو، او د خلکو د ورکولو لړۍ درولو ترڅنګ د ټولو ورکو کسانو عدالتونو ته د حاضرولو غوښتنې کړې وې.

بلوڅانو د جبري بې درکیو پرضد اسلام اباد کې پرلت وهلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

د بلوڅانو احتجاج څنګه پیل شو؟

بلوڅانو تر هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

بلوڅ احتجاجیان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني.

د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي.

بلوڅانو د تربت تر پېښې وروسته هلته احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه د بلوچستان مرکز پر لوري لاريون پيل کړ چې د ډېسېمبر پر ۱۱مه کوټې ته ورسېد.

د کوټې په سرياب سيمه کې له څلور ورځني پرلت وروسته د ډېسېمبر پر ۱۵مه احتجاج کوونکو د اسلام اباد پر لوري سفر پيل کړ.

د بلوڅانو لاریون د ډېسېمبر پر ۱۷مه له بلوچستانه د پنجاب ډېره غازي خان ښار ته ورسېد، چې له هغه ځايه يې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د اسلام اباد پر لوري تګ پيل کړ. لاريونوال پر همهغه ورځ د خيبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان ته ورسېدل او د ډېسېمبر پر ۲۰مه يې د اسلام اباد پر لوري لاريون ته دوام ورکړ چې پر هغه ورځ ماښام ورسېدل.

د خلکو تری تم کول

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي.

داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي ول چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې لسګونه زره کسان ورک دي چې ورڅخه یې ځینې وژل شوي هم دي او هغه سرکاري کمېشن پر خپله ووبپاڼه ارقام ورکړي دي چې ورڅخه یې ښکاري چې زرګونه کسان ورک دي.

د پاکستان حکومت هغه کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ کړی وو. کمېشن وايي، د ۲۰۲۳ز کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي.

کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

XS
SM
MD
LG