هېلري کلنټن په لوی اکثریت خپله نومونه دود ماتونه وبلله
ډيموکراټ ګوند هيلري کلنټن د امريکا ولسمشری ټاکنو لپاره د خپلې کاندیدې په نومولې ده، دا لومړي ځل دی چې د دغه هېواد په تاریخ کې یوه ښځه د یو غټ ګوند له لوري نومانده شوې ده. د جولایي په ۲۶ مه نېټه له نیویارکه په ویډیو لینک کلنټنې په فیلاډېلفیا کې د ډیموکراټانو ملي کنوېنشن ته په وینا کې وویل، د هغې نومونه د هغه دود ماتولو یو ستر پیل دی چې په امریکا کې ښځه د ولسمشرۍ ټاکنو کې تر محدویتونو لاندې ده. دا به د جولايي په ۲۸ مه نېټه د کنوېنشن وروستۍ ورځې غونډې ته وینا کوي. د رویټرز ویډيو