د خيبر پښتونخوا اعلاوزير سهېل اپرېدي د هغې صوبې د پوځ پر مشر (کور کمانډر) غږ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښو فعالانو د بې درکۍ "معامله" دې وګوري، که نه په وينا یې، غبرګون به يې "ډېر سخت" وي.
نوموړي د نومبر پر ۱۳مه په پېښور کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال زياته کړه، که هر چا دا کار کړی وي، "بد" يې کړي دي.
سهېل اپرېدي د پي ټي اېم د مخکښو فعالانو نومونه یاد نه کړل، خو و یې ویل چې هغه کسان د خيبر پښتونخوا حکومت "مېلمانه" ول او د هغوی بې درکي د پښتنو او قبايلو د رواياتو خلاف عمل دی.
نوموړي پرمخ وويل، که بې درکه کسان خوشې نه شول، نو د خيبر پښتونخوا حکومت به په خپل "مدعيت" کې دا چاره پر مخ وړي.
دا تر هغې وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین دعوه وکړه چې پولیسو او د استخباراتي ادارو کارکوونکو د غورځنګ د هغه پلاوي غړي "تر تشدد وروسته تښتولي" چې د نومبر په ۱۲مه په پېښور کې د خيبر پښتونخوا حکومت په کوربه توب "امن جرګې" ته ورغلي ول.
پشتین د نومبر پر ۱۳مه پر خپله فېسبوک پاڼه زياته کړې ده چې د پي ټي اېم هغه استازي تر اوسه خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.
د پي ټي اېم په پلاوي کې په سیند کې د غورځنګ صوبايي مشر نور الله ترين او د غورځنګ مخکښ غړي حنیف پشتين او نظیف لالا شامل ول.
بلخوا په خيبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د انتظامي څانګې مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ارباب شېر علي پر دې پېښې اندېښنه ښوولې او د پي ټي اېم د غړو "بې درکه کول" یې غندلي دي.
نوموړي د نومبر پر ۱۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په يو بيان کې پر صوبايي حکومت او پولیسو غږ کړی وو چې بې درکه کسان دې پيدا او خوشې کړي.
پولیسو او استخباراتي ادارو لا پر دې موضوع څه نه دي ويلي.
دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۱۲مه، په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې له شوې يو ورځنۍ جرګې څخه د پي ټي اېم استازي د احتجاج په توګه وتلي ول.
د جرګې ګډونوال او د پي ټي اېم مخکښ نور الله ترين د جرګې له تالاره تر وتلو وروسته خبریالانو ته ادعا کړې وه چې په ناسته کې ورته د خبرو موقع ور نه کړل شوه نو ځکه یې له جرګې پرېکون وکړ.
د خيبر پښتونخوا حکومت رسماً د ترين تورونو او د پي ټي اېم پرېکړې ته غبرګون نه وو ښوولی.