د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس او د باجوړ اوسېدونکي وايي امنیتي ځواکونو یو سړی وژلی دی


د باجوړ په ماموندو کې پوځي ګاډي د ګزمې پر مهال له سړکه تېرېږي ـ پخوانی انځور.
د باجوړ په ماموندو کې پوځي ګاډي د ګزمې پر مهال له سړکه تېرېږي ـ پخوانی انځور.

د باجوړ پولیس او اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونو په ماموند تحصیل کې یو تن وژلی دی.

د باجوړ د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر ۱۵مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پېښه یوه ورځ مخکې د ماموندو په واړه خرکي سیمه کې شوې.

دی وايي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د زرقاوي په نوم د یو کس د نیولو هڅه کوله خو هغه مزاحمت وکړ او سرتېرو وواژه.

چارواکی وايي چې د هغه مشکوک وسلوال په ډزو کې یو پوځي هم ژوبل شوی دی.

خو د سیمې اوسېدونکي وایي، وژل شوی تن د واړه خرکي په بازار کې څوکیدار وو چې امنیتي ځواکونو یې کور تر شپږو ساعتونو پورې محاصره کړی وو.

د سیمې یو ځایي مشر ملک عنایت د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې وروسته جرګې هغه تن امنیتي ځواکونو ته وسپاره. "پوځ کلي ته وویل چې که په ۲۰ منټو کې مو دا سړی را نه کړ نو ټول کلی ولي. پوځ ټینکونه او بکتربند ګاډي هم راوسلي ول. بیا خلک ووېرېدل او سړی یې ورته وسپاره. دې سړي ویل چې ما ورته مه سپارئ، درڅخه مې وژني خو د کلي جرګه وه، جرګې ورته وویل چې له موږ سره یې لیکل کړي دي، موږ ضمانت کوو چې تا نه شي وژلی. خو چې هغه یې ورته وسپاره نو کرنل خپله په تفنګچه (تمانچه هم بلل کېږي) وویشت."

په باجوړ کې امنیتي ځواکونو لا د سیمې د اوسېدونکو د دعوو او تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ماموند تحصیل د باجوړ غرییزه سیمه ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره پوله لري.

په باجوړ کې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې پر ضد یې خلکو وخت په وخت جرګې، لاریونونه او احتجاجونه کړي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وایي د امنیت ډ ټینګښت لپاره په سیمه کې هدفي عملیات کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۳۴۱ مشکوک وسلوال وژل شوي دي. خو د سیمې خلک وایي د عملیاتو په مهال ولسي خلکو ته هم مالي او ځاني تاوانونه اوړي.

په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات شوي ول چې په نتیجه کې یې پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړې وه او تر هغې وروسته ګڼې بې کوره شوې کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته ستنې شوې وې.

XS
SM
MD
LG