د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېف دي چلډرن: د افغانستان ختیځ کې ورښتونو او سېلابونو ۱،۵۰۰ ماشومان بې کوره کړي دي


د ننګرهار په سره ردو کې خلک تر ورښت وروسته د مرستندویه چارو پر مهال ـ د جولای ۱۵مې انځور.
د ننګرهار په سره ردو کې خلک تر ورښت وروسته د مرستندویه چارو پر مهال ـ د جولای ۱۵مې انځور.

د ماشومانو د ساتنې نړيوالې ادارې (سېف دي چلډرن) ویلي چې د افغانستان په ختيځ کې وروستيو ورښتونو او سېلابونو شاوخوا ۱،۵۰۰ ماشومان بې کوره کړي دي.

ادارې د جولای پر ۱۶مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ننګرهار، کونړ او لغمان په توپان او ورښت ځپليو ولسواليو کې تر ۸۵۰،۰۰۰ زيات ماشومان اوسي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جولای پر ۱۵مه په ننګرهار ولايت کې د تېزې سیلۍ او باران پر مهال په پېښو کې ۴۷ کسان ووژل او شاوخوا ۳۵۰ ژوبل شول.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي چې په طوفان او باران کې ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او پر سلګونه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه له مينځه تللي دي.

سېف دي چلډرن زياته کړې چې توپانونو په تورخم کې د ورستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د استوګنې یو مرکز ته هم زیان رسولی چې د ماشومانو روغتیايي خدمتونه یې اغېزمن کړي دي.

هغې نړیوالې ناحکومتي ادارې زياته کړې چې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان له خوا د بې اسنادو کډوالو د ايستلو له اعلان راهیسې له هغه هېواده تر ۶۵۰،۰۰۰ زيات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې نېږدې نيمايي برخه يې ماشومان دي.

په همدې حال کې د ژغورنې نړیوالې کمېټۍ ویلي دي چې په ننګرهار کې یې له زیانمنو سره د مرستې لپاره خپلې بیړنۍ او ګرځنده ډلې (ټیمونه) لېږدولې دي.

هغې کمېټۍ د جولای پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې دوه ګرځنده ډلې یې په سره رود ولسوالۍ کې د ټپیانو درملنه کوي.

د کمېټۍ د افغانستان څانګې مشرې سلما بن عیسا ویلي چې په ننګرهار کې په وروستیو مړینو خواشینې ده خو که نړیوال تمویلوونکي مرستندویه ډلو ته لازمه بودیجه ور نه کړي نو ښايي په دې ډول پېښو کې د مرګژوبلې شمېر لا پسې لوړ شي.

د ننګرهار تر څنګ په کونړ، لغمان، کاپیسا او په پنجشېر کې هم د جولای پر ۱۵مه تر ورښتونو وروسته سېلابونه راغلي چې خلکو ته یې مرګژوبله رسولې او مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې د ورښتونو او سېلابونو پر مهال په هغو ولایتونو کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.

په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې بېساري بارانونه شوي چې له وجې یې سېلابونو لویه مرګژوبله او مالي زیان اړولی وو. له هغو ولایتونو څخه بغلان تر ټولو زیات ځپل شوی وو چې سېلابونو پکې سلګونه کسان مړه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ورانه کړې او فصلونه یې خراب کړي ول.

ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو ځپلي‌ خلک چې له وړاندې له لوږې او بېوزلۍ سره مخ ول، لا اغېزمن کړي او له زیانمنو سره د مرستو لپاره لا زیاتې بودیجې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیو اېف پي" ویلي، افغانستان چې په ټوله نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو له کبله شپږم زیانګالی هېواد دی، له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د کال تر پایه ۶۱۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG