د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليسو په کواټ کې د ۳ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده


په کواټ کې پولیس د مشکوکو وسلوالو د لټون عملیاتو پر مهال ـ انځور له ارشيفه
په کواټ کې پولیس د مشکوکو وسلوالو د لټون عملیاتو پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د کواټ (کوهاټ) پوليسو دعوه کړې ده چې د رياض شهيد تاڼې په حدودو کې يې درې مشکوک وسلوال وژلي دي.

د کواټ پوليسو ضلعي مشر شهباز الهي پر ټولنيزو شبکو په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د رياض شهيد تاڼېدار رياض حسین د نومبر پر ۱۳مه شپې مهال له خپلې ډلې سره ګزمه کوله چې له بازيدخېلو سړک سره نېږدې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.

بيان زياتوي چې پوليسو وسلوال په شا وتمبول او په ځوابي ډزو کې يې درې مشکوک وسلوال ووژل.

په خبرپاڼه کې دا نه دي راغلي چې وژل شوي مشکوک وسلوال د کومې ډلې غړي ول، البته زياته کړې يې ده چې د هغوی د پېژندنې عمل روان دی.

پولیسو دا نه دي ویلي چې ایا د وسلوالو په ډزو کې یې سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې او که نه.

کومې وسلوالې ډلې لا د پولیسو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډيو یې هم په خپلواک ډول نه شي تاییدولای.

له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

د کواټ تر پېښې يوه ورځ وړاندې، د نومبر پر ۱۲مه په بنو او شمالي وزيرستان کې وسلوالو په جلا جلا پېښو کې دوه کسان ووژل او درې يې وتښتول.

د نومبر پر ۱۲مه د بنو پوليسو مشال راډيو ته وويل چې د هغې ضلعې د يو پخواني تاڼېدار عابد وزیر مړی يې تر هغه وروسته وموند چې درې ورځې مخکې په خدري مامندخېلو کې وسلوالو وتښتاوه او نامعلوم ځان ته یې ولېږداوه.

د هغو بریدونو او د پولیسو د پخواني تاڼېدار د تښتولو او وژلو مسوولیت لا چا نه دی منلی.

په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG