د پاکستان او سري لنکا د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د نومبر ۱۴مې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو او د کابل پر دوو بجو پیلېږي.
ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو ترمینځ دویمه سیالي د نومبر پر ۱۳مه او وروستۍ هغه پر ۱۵مه نېټه وشي، خو پاکستان کرکټ بورډ د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې تر برید یوه ورځ وروسته په بیان کې د سیالیو نېټې یوه ورځ شا ته کړې.
پولیس وايي، د اسلام اباد په جي-۱۱ سیمه کې د عدالتونو د ګاډو په تمځي کې ځانمرګي برید ۱۲ تنه ووژل او یوشمېر ژوبل شول. د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.
تر دې وروسته رسنیو خبر ورکړ چې ځینو سري لنکايي لوبغاړو ځانونه خوندي نه ګڼل او غوښتل یې چې خپل هېواد ته ستانه شي، خو د سري لنکا کرکټ بورډ د نومبر پر ۱۲مه وویل چې د پاکستان حکومت ورته د امنیت ډاډ ورکړی دی. بورډ داراز خپلو لوبغاړو ته ویلي چې که څوک لوبلړۍ په نیمايي کې پرېږدي نو رسمي ارزونه به یې کېږي او که اړتیا وه نو پر وړاندې به یې اقدام هم وکړي.
په ۲۰۰۹ز کال کې په لاهور کې د سري لنکا پر کرکټ لوبډلې په برید کې شپږ لوبغاړي ژوبل شوي ول. تر هغې وروسته پاکستان ته د نړیوالو لوبډلو ورتګ ودرېد چې په ۲۰۱۹ز کال کې بحال شو.
کوربه پاکستان د نومبر پر ۱۱مه د روانې لوبلړۍ په لومړۍ ۵۰ اووره سیالۍ کې سري لنکا ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.
ټاکل شوې وه چې له سري لنکا سره تر سیالیو وروسته د نومبر له ۱۷مې څخه په پاکستان کې درې اړخیزه ۲۰ اووره سیالۍ هم پیل شي، خو د کرکټ بورډ د هغو سیالیو نېټه هم یوه ورځ شا ته کړې او اوس به د نومبر پر ۱۸مه پیلېږي.
په هغو سیالیو کې له کوربه پاکستان پرته سري لنکا او زېمبابوې برخه اخلي. د افغانستان کرکټ بورډ په اکتوبر کې په پکتیکا کې د پاکستانیو ځواکونو په برید کې د "کرکټ د درې ځوانو لوبغاړو" تر وژنې وروسته په هغو درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون پلان لغوه کړی وو.
تر دې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان پر ځای به زېمبابوې په سیالیو کې ګډون وکړي.