د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کرکټ په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې سري لنکا ته په ۶ منډو ماتې ورکړه


د پاکستان وېکټ ساتونکی محمد رضوان د نومبر پر ۱۱مه د سري لنکا د توپوهونکي تر سوځولو وروسته خوشحالي کوي.
د پاکستان وېکټ ساتونکی محمد رضوان د نومبر پر ۱۱مه د سري لنکا د توپوهونکي تر سوځولو وروسته خوشحالي کوي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې سري لنکا ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.

د نومبر پر ۱۱مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د پينځو لوبغاړو په زيان ۲۹۹ منډې وکړې.

په ځواب کې سري لنکا په ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زيان ۲۹۳ منډې وکړې او لوبه يې بايله.

د پاکستان توپوهونکی سلمان اغا د ۱۰۵ منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تر دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمينځ دوه نورې سیالۍ د نومبر پر ۱۳مه او ۱۵مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت پاکستان له جنوبي افریقا څخه د درو یو ورځنیو سیالیو او تر دې مخکې یې ورڅخه د درو ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ وګټلې.

XS
SM
MD
LG