د پاکستان استخباراتي او پولیس چارواکو ویلي دي چې د کوز جنوبي وزیرستان د مرکزي ښار واڼه په کیډیټ کالج کې يې د وسلوالو خلاف عملیات نن (د نومبر پر ۱۲مه) سهار پای ته رسولي او پينځه واړه بريدګر يې وژلي دي.
د کوز جنوبي وزيرستان استخباراتي چارواکو او په واڼه کې د پوليسو يو افسر د نومونو نه خپرولو په شرط د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د وسلوالو په برید کې دوه پوځیان، یو ښوونکی او د کالج يو کارکوونکی هم وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۱۰مه ناوخته په خپاره کړي بيان کې ويلي وو چې د همهغې ورځې پر سهار وسلوالو له بارودو ډک ګاډی د کالج له مرکزي دروازې سره وجنګاوه.
بيان زياتوي، تر هغه وروسته دوه وسلوال ووژل شول او درې نور د کالج ودانۍ ته ننوتل او هلته یې ډزې پیل کړې.
چارواکو د نومبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې په بريد کې ۱۷ کسان ژوبل شوي دي چې ۱۰ ولسي وګړي او اووه پوځي سرتېري پکې شامل دي.
بلخوا د پوځ په بيان کې راغلي دي چې وسلوالو غوښتل د واڼې پر کیډیټ کالج همغسې برید وکړي لکه په ۲۰۱۴ز کال کې چې يې په پېښور کې پر ارمي پبلېک سکول کړی وو.
د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د پېښور پر ارمي پبلېک سکول په وسلوال برید کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. د هغه بريد ذمه واري د پاکستانيو طالبانو جماعت الاحرار ډلې منلې وه.
خو د واڼه پر کېډټ کالج د شوي برید ذمه واري د "جيش الهند" په نامه وسلوالې ډلې منلې ده.
د پاکستان پوځ د واڼه په ګډون د هېواد په نورو ښارونو کې کیډټ یا پوځي کالجونه اداره کوي. په هغو کالجونو کې له اتم څخه تر ۱۲م ټولګي پورې زدکوونکي تعلیم ترلاسه کوي او اکثریت یې په لیلیه یا هاسټل کې اوسي.
له څلورو کلونو راهیسې د جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.