د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د ورښتونو د تازه څپې وړاندوینه کړې


وروستیو سېلابونو د خیبر پښتونخوا بونېر ضلع تر ټولو سخته ځپلې ده - د اګست ۱۶مې انځور.
وروستیو سېلابونو د خیبر پښتونخوا بونېر ضلع تر ټولو سخته ځپلې ده - د اګست ۱۶مې انځور.

په داسې حال کې چې شړکنده بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د خیبر پښتونخوا په ګډون په یوشمېر سیمو کې د ورښتونو د تازه څپې پیلېدو وړاندوینه کړې ده.

د موسمي چارو ادارې پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د اګست له ۱۷مې څخه پیلېدونکي بارانونه به د اګست تر ۲۱مې روان وي.

اداره وايي، د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر او ګلګت بلتستان او د پنجاب د ځینو برخو په ګډون د خیبر پښتوخوا په پېښور، دیر، چترال، کوهستان، شانګله، باجوړ، مومندو، کواټ، چارسده، نوښار او خیبر کې د باران تر څنګ د سیلۍ یا طوفان امکان هم دی.

ادارې د بارانونو له وجې په پنجاب، جنوب ختیز بلوچستان او د هېواد په نورو هوارو یا میداني سیمو کې د سېلاب خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پېښور کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې تر ۱۵۰ زیات کسان لا هم ورک دي چې حکومتي کارکوونکو او ځايي اوسېدونکو یې لټون ته دوام ورکړی دی.

د هغې ادارې مشر اسفندیار خټک د اګست پر ۱۷مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د صوبې په مختلفو برخو کې له ۱۴مې نېټې راهیسې په پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۴۴ ته لوړ شوی دی.

د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه سېلابونو تر ټولو زیات زیان د بونېر ضلعې بیشوڼۍ او شاوخوا کلیو ته اړولی دی.

د مرستندویه او ژغورنې چارو د ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) صوبايي ویاند بلال احمد فیضي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په بونېر کې لږ تر لږه ۲۰۸ تنه وژل شوي او سېلابونو له "۱۰ څخه تر ۱۲ پورې کلي جزوي" لاندې کړي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اګست پر ۱۶مه په بونېر کې خبریالانو ته وویل، له ځپل شویو سره مرسته کوي او د چا چې کورونه ړنګ شوي دي نو حکومت به ورته کورونه جوړوي.

په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اګست پر ۱۵مه تر پشکال وروسته د بادرو (په هندۍ کې بادو بلل کېږي) میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.

په تېرو میاشتو کې ورښتونو او سېلابونو د پاکستان په مختلفو برخو کې خلکو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر پای پورې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او ۷۰۰ کسان یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې لوی شمېر ښځې او ماشومان ول.

پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG