د پاکستان حکومت دعوه کړې ده چې د استخباراتي چارو او د ترهګرۍ د مخنیوي ادارو کارکوونکو په شريکو عملياتو کې د اسلام اباد په ځانمرګي برید کې د ککړتیا په تور څلور کسان نیولي دي.
حکومت د نومبر پر ۱۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بيان کې ویلي دي چې نیول شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې غړي دي.
په بیان کې دعوه شوې ده چې د "ساجد الله عرف شينا" په نامه یو کس تر هدفه د ځانمرګي بريدګر د رسوولو "مسوول" وو او چارواکو ته یې "منلې" ده چې د وسلوالو يو قومندان پر ټېلېګرام ټولنيزې شبکې ورته په اسلام اباد کې د برید په اړه لارښوونه کوله.
ټي ټي پي لا د پاکستان د حکومت د دې دعوې په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې په هغه بريد کې لاس لرل رد کړي ول.
د ځانمرګي برید مسوولیت "جماعت الاحرار" نومي وسلوالې ډلې منلی وو.
د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي ول.
د اسلام اباد پوليسو يو چارواکي جمشېد خان، چې د پېښې په ځای کې موجود وو، مشال راډيو ته ويلي ول چې پر موټرسايکل سپور ځانمرګي بريدګر د هغه ښار په جي-۱۱ سيمه کې د کچهرۍ (ځايي عدالتونو) د ګاډو په تمځي کې چاودنه ورکړه او ګڼو کسانو ته يې مرګژوبله واړوله.
له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.