د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر وزیراعظم وايي له مظاهرچیانو سره خبرو ته تیار دی


د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر په مرکز مظفراباد کې خلک د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهره کوي - د ۲۰۲۳ز کال د اګست ۳۱مې انځور.
د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر په مرکز مظفراباد کې خلک د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهره کوي - د ۲۰۲۳ز کال د اګست ۳۱مې انځور.

د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر وزیراعظم چودري انوار الحق ویلي دي چې په سیمه کې برېښنا او اوړو لوړو نرخونو پرضد د مظاهرچیانو له مشرانو سره خبرو ته تیار دی.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د جمو او کشمیر د ګډې عامله کمېټۍ (جواینټ اېکشن کمېټي) احتجاجونه د مې پر ۱۲مه پر درېیمه ورځ هم روان ول.

بي بي سي اردو وايي چې د مې پر ۱۰مه او ۱۱مه د پولیسو او مظاهرچیانو ترمینځ د اخ و ډب په پېښو کې یو پولیس ووژل شو او لسګونه مظاهرچیان ژوبل شول.

د سیمې وزیراعظم انوار الحق د مې پر ۱۱مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال په تاوتریخوالي کې د یو پولیس وژنه تایید کړه.

ده وویل، د سیمې د پارلېمان په مرسته د برېښنا او اوړو د بیو د کمولو هڅه کوي خو زیاته یې کړه چې د جمو او کشمیر د ګډې کمېټۍ مشران دې ورسره خبرو ته کښېني.

په همدې حال کې د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر د کلیوالې پرمختیايي چارو وزیر فیصل ممتاز راټور د مې پر ۱۲مه پر فېسبوک په بیان کې ویلي دي چې په سیمه کې وضعیت ارام شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر وضعیت اندېښنه ښوولې ده او د مې پر ۱۲مه یې پر اېکس لیکلي دي چې د هغې سیمې له وزیراعظم او د کشمیر په اېتلافي حکومت کې یې د خپل ګوند مسلم لیګ (ن) له غړو سره خبرې دي.

بیان کاږي چې شریف هغوی ته د اېکشن کمېټۍ له مشرانو سره د خبرو کولو سپارښتنه وکړه.

د پاکستان وزیراعظم له ټولو خواوو غوښتي دي چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره سوله ییزه لاره غوره کړي.

په همدې حال کې په کشمیر کې د جماعت اسلامي امیر محمد مشتاق خان پر اېکس په خپره کړې ویډیو کې ویلي دي چې که حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو احتجاجي تحریک پراخوي.

اخوا د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د مې پر ۱۳مه د اسلام اباد تر واک لاندې د کشمیر پر وضعیت د بحث لپاره بیړنۍ غونډه وربللې ده.

د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې تر دې مخکې هم د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهرې شوې دي. د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۳۱مه په مظفر اباد کې ګڼو خلکو د بجلۍ د لوړ نرخ پرضد مظاهره کړې وه.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او پر هم کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور موافقه وکړه.

اسلام اباد د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG