د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې ۱ ماشوم ګوزڼ وهلی دی


په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا په کواټ کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره سږ کال په هغه صوبه کې د پولیو مثبتو پېښو شمېر شپږ ته لوړ شوی دی.

هغې ادارې د اکتوبر پر ۲۳مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د کواټ د یو ماشوم د وینې په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره سږ کال په هغه ضلع کې د ګوزڼ د پېښو شمېر دوه او په پاکستان کې یې ټولیز شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۰، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې شپږ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په کواټ کې تازه پېښه پر داسې مهال ثبت شوې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اکتوبر ۲۴مه د پولیو نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کېږي چې موخه یې د ناروغۍ په اړه پوهاوی او د ګوزڼ وایرس ختمولو لپاره د سرچینو یا وسایلو برابرول دي. د دې ورځې په مناسبت د پاکستان په بېلابېلو برخو کې غونډې ترتیب شوې دي.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي چارواکي وايي چې د اکتوبر له ۲۸مې په ټول پاکستان کې د ګوزڼ یو پراخ واکسیني کيمپېن پيلوي چې پکې به تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه باندې ۴۵ مېلیونه ماشومانو ته د ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو مخنیوي پروګرام د اکتوبر ۱۹مه وویل چې په سیند کې دوه نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي. هغې ادارې تر دې یوه ورځ مخکې په بلوچستان کې ګوزڼ درې او په خیبر پښتونخوا کې یې یې یوه نوې پېښه ثبت کړې وه.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.

چارواکي وايي چې داراز پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم پاکستان او افغانستان تر اوسه د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG