د بلوچستان په بلوڅ مېشتې سیمې خاران کې لسګونه وسلوالو د پوليسو پر تاڼې بريد کړی او يوشمېر بنديان يې خوشې کړي دي.
د خاران د پوليسو يو مشر، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، په ټېلېفوني خبرو کې رسنیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۵مه پر موټرسايکلو او په ګاډو کې سپاره وسلوال د ښار په مرکز کې تاڼې ته ننوتل او هلته يې د پوليسو ګاډو ته اور ورته کړ او او د هغوی وسله يې له ځانه سره يووړه.
نوموړي زياته کړه، وسلوالو له تاڼې څخه ځینې بندیان، چې کره شمېر یې لا معلوم نه دی، هم خوشې کړل.
د هغه په خبره، وروسته وسلوالو په ښار کې ځينو حکومتي ودانيو او بانکونو ته هم زيان واړاوه.
اخوا د خاران د سېول روغتون مشر ډاکټر مشتاق هم د ټېلېفون له لارې په کوټه کې خبريالانو ته ويلي دي چې د ډزو او چاودنو په نتيجه کې پينځه ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زياته کړه په ژوبلو کې يو کس په مرمۍ لګېدلی او څلور ماشومان بيا د چوونکو موادو له امله ژوبل شوي دي.
پر تاڼې او حکومتي ودانیو د بریدونو او زندانیانو د خوشې کولو مسوولیت لا چا نه دی منلی خو تر دې مخکې د دې ډول ډېریو حملو ذمه واري بلوڅ بېلتونپاله وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بې اېل اې) منلې ده.
دا پېښه پر داسې وخت شوې چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په یو ورځني سفر د بلوچستان مرکز کوټې ته تللی وو.
په تېرو څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په څېر په بلوچستان کې هم ناامني زیاته شوې. په همدې حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په صوبه کې د هدفي عملیاتو پر مهال د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د ۲۰۲۵ز کال په اګست کې په ژوب کې د ۴۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د تېر کال جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.
د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.