د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشتين وايي پوليسو او استخباراتي ادارو د پي ټي اېم غړي "تر تشدد وروسته برمته" کړي دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په ۲۰۲۰ز کال کې په ډېره اسماعيل خان کې د منظور پشتين تر خوشې کېدو وروسته شعارونه ورکوي ـ انځور له ارشيفه
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په ۲۰۲۰ز کال کې په ډېره اسماعيل خان کې د منظور پشتين تر خوشې کېدو وروسته شعارونه ورکوي ـ انځور له ارشيفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین تور پورې کړی دی چې پولیسو او د استخباراتي ادارو کارکوونکو یې د غورځنګ د هغه پلاوي غړي "تر تشدد وروسته تښتولي" چې د نومبر په ۱۲مه په پېښور کې د خيبر پښتونخوا حکومت په کوربه توب "امن جرګې" ته ورغلي ول.

پشتین د نومبر پر ۱۳مه پر خپله فېسبوک پاڼه زياته کړې ده چې د پي ټي اېم هغه استازي تر اوسه خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

د پي ټي اېم په پلاوي کې په سیند کې د غورځنګ صوبايي مشر نور الله ترين او د غورځنګ مخکښ غړي حنیف پشتين او نظیف لالا شامل ول.

بلخوا په خيبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د انتظامي څانګې مشر او د قامي اسمبلۍ غړي ارباب شېر علي پر دې اندېښنه ښوولې او د پي ټي اېم د غړو "بې درکه کول" یې غندلي دي.

نوموړي د نومبر پر ۱۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په يو بيان کې پر صوبايي حکومت او پولیسو غږ کړی چې بې درکه کسان دې پيدا او خوشې کړي.

پولیسو او استخباراتي ادارو لا پر دې موضوع څه نه دي ويلي.

دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۱۲مه، په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې له شوې يو ورځنۍ جرګې څخه د پي ټي اېم استازي د احتجاج په توګه وتلي ول.

د جرګې ګډونوال او د پي ټي اېم مخکښ نور الله ترين د جرګې له تالاره تر وتلو وروسته خبریالانو ته ادعا کړې وه چې په ناسته کې ورته د خبرو موقع ور نه کړل شوه نو ځکه یې له جرګې پرېکون وکړ.

د خيبر پښتونخوا حکومت رسماً د ترين تورونو او د پي ټي اېم پرېکړې ته غبرګون نه وو ښوولی.

XS
SM
MD
LG