د هند د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو ورڅخه لوبلړۍ وګټله.
د اندراپردېش د وېشاکاپټنم په لوبغالي کې د ډېسېمبر شپږمۍ د سیالۍ پچه کوربه هند وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
د جنوبي افریقا لوبډله په ۴۸م اوور کې په ۲۷۰ منډو وسوځېده. کوېنټن ډي کاک ۱۰۶، ټېمپا بووما ۴۸ او دیوالد بریوېس ۲۹ منډې وکړې. د هند کولدیپ یادو او پرسید کرېشنا څلور، څلور او ارشدیپ سېنګ یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۰م اوور کې د یو لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ. یشوي جیسوال ۱۱۶، روهېت شرما ۷۵ او وېرات کوهلي ۶۵ منډې وکړې. د جنوبي افریقا کېشف مهاراج یوه وېکټه واخیسته.
جیسوال د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
تر دې مخکې مېلمنې لوبډلې جنوبي افریقا د ډېسېمبر پر درېیمه په دویمه ۵۰ اووره سیالۍ کې هند ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړې وه. خو هند د نومبر پر ۳۰مه په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په ۱۷ منډو ماته ورکړې وه نو په دې کوربنه لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله.
د هند وېرات کوهلي د لوبلړۍ غوره لوبغاړي جایزه وګټله.