د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن موساخېلو کې په غلا د تورنو کسانو پر انګار تېرول غندلي دي


په یونان کې یو کس د یوې دیني غونډې پر مهال پر انګار تېرېږي - د ۲۰۲۴ز د مې ۲۱مې انځور.
په یونان کې یو کس د یوې دیني غونډې پر مهال پر انګار تېرېږي - د ۲۰۲۴ز د مې ۲۱مې انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د بلوچستان په موساخېلو کې د ځايي خلکو هغه کار غندلی چې په غلا تورن اته کسان یې پر انګار تېر کړي ول.

د هغه خپلواکه او ناحکومتي کمېشن مرستيال مشر حبیب طاهر د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد خلک پرې نه ږدي چې قانون په خپل لاس کې واخلي.

بلخوا د موساخېلو انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) عبدالرزاق خجک مشال راډيو ته وويل چې دا پېښه تېره اونۍ شوې وه چې د ډېسېمبر پر نهمه یې پر ټولنیزو شبکو ويډيو خپره شوه.

د هغه په وينا، یوه اونۍ مخکې له یو دوکانه غلا شوې وه چې تور یې پر اتو کسانو پورې شوی وو خو چې هغوی "قسم" وکړ چې غلا یې نه ده کړې، نو قبایلي جرګې یې پر انګار د تېرولو امر وکړ.

دی وايي، په پېښه کې یو کس لږ ژوبل شوی او نور روغ دي.

خجک زیاتوي چې پولیسو د هغه غیرقانوني په تړاو د جرګې یو غړی نیولی او په دې اړه نورې پلټنې کوي.

د بلوچستان په ځینو برخو کې له اوږدې مودې راهیسې د یو تورن کس د ګناه یا بېګناهۍ د ثابتولو لپاره یې پر انګار د تېرولو دود موجود دی.

خو یوازې بلوچستان نه بلکې په هند او یونان کې هم د ځانګړو دیني ورځو یا غونډو په مناسبت خلک د خپلو عقیدو له مخې پر انګار تېرېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG