د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني په ځانګړې الوتکه کې ۱۴۱ نور افغانان له پاکستانه لېږدولي دي


جرمني تر اوسه په سلګونه افغان کډوال له پاکستانه انتقال کړي دي. (انځور: ارشیف)
جرمني تر اوسه په سلګونه افغان کډوال له پاکستانه انتقال کړي دي. (انځور: ارشیف)

د جرمني حکومت په يوې ځانګړې الوتکه کې له هغو افغانانو څخه ۱۴۱ نور له پاکستانه وړي دي چې د جرمني حکومت ورسره د انتقالولو ژمنه کړې وه.

د جرمني سرکاري خبري اژانس، ډي پي اې د راپور ترمخه، د کورنيوو چارو وزارت ويلي چې دا پناه غوښتونکي د ډېسېمبر پر ۲۲مه د جرمني لوئر زاکسن ایالت ته رسېدلي دي.

پاکستان د جرمني حکومت ته د ۲۰۲۵ کال تر پایه وخت ورکړی وو چې هغه افغان کډوال دې زر تر زره له پاکستان وباسي چې جرمني یې د پناه غوښتنې منظور کړي دي.

دا هغه افغانان دي چې د په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې مخکې یې د جرمني له حکومتي او ناحکومتي ادارو سره کار کړی وو. دا کډوال له هغه وروسته پاکستان ته تللي وو چې کله طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي وو.

د هغو کډوالو په وينا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی نو ځکه نه غواړي چې له پاکستان د اېستل کېدو په صورت کې بیرته افغانستان ته ولېږل شي.

کراچۍ مېشتي افغانان وايي د مېلیونونو روپیو کاروبارونه نه شي پرېښودای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00

د ډېسېمبر پر ۱۴مه جرمني ځينو پاکستان مېشته افغانانو ته په ليکلي بڼه ويلي ول چې د هغوی کارونه یې درولي او ویزې نه ورکوي. د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر دې نيوکې کړې وې. خو وروسته یې وويل چې ۵۳۵ افغانان به ژر له پاکستانه جرمني ته ولېږدوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الېکساندر دوبرېنډټ د ډېسېمبر پر ۱۸مه له خبریالانو سره په خبرو کې ويلي وو چې د ډېسېمبر تر پایه به هغه ۵۳۵ پاکستان مېشتي افغانان برلېن او نورو ښارونو ته ولېږدوي چې د پناه غوښتنه یې کړې ده.

هغه البته ويلي چې ښايي ځينو افغان پناه غوښتونکو د اسنادو ارزیابي او نور کار د ۲۰۲۵ز کال تر اخره خلاص نه شي او هغوی په راتلونکي کال کې جرمني ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۶مه هم ۱۶۰ افغانان په ځانګړو الوتکو کې جرمني ته ولېږدول شول.

په پاکستان کې شاوخوا ۶۵۰ نور داسې افغانان دي چې برلېن یې پخوا جرمني ته د لېږدولو ژمنه کړې وه، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۱مه وويل د هغو افغانانو په جرمني کې د مېشتولو لپاره نوره "سیاسي علاقمندي يا دلچسپي" نه شته.

تر دې دوه ورځې وروسته جرمني ځينو پاکستان مېشته افغانانو ته په ليکلي بڼه ويلي ول چې د هغوی کارونه یې درولي او ویزې نه ورکوي. د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر دې نيوکې کړې وې.

جرمني ته د تګ په هيله په پاکستان کې ډېری هغه افغانان مېشت دي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له خوا د افغان حکومت تر نيولو مخکې یې په تېر جمهوري دولت کې له جرمني اړوندو اداره سره کار کړی وو. هغو پناه غوښتونکو ويلي چې افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.

XS
SM
MD
LG