د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د ایران پر یو شمېر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو لګولو وړاندیز کړی دی

په برسلز کې د اروپايي اتحاديې په مرکز کې د ايران او اروپايي ټولنې بيرغونه ځوړند دي ـ انځور له ارشيفه
په برسلز کې د اروپايي اتحاديې په مرکز کې د ايران او اروپايي ټولنې بيرغونه ځوړند دي ـ انځور له ارشيفه

اروپايي ټولنې د ایران پر یو شمېر لوړپوړو چارواکو د بندیزونو لګولو وړاندیز کړی دی.

د مشال راډيو د خبر د مرکزي څانګې په ترلاسه کړیو اسنادو کې راغلي چې اروپايي ټولنې د ایران د کورنیو چارو وزیر په ګډون پر ۱۴ لوړرتبه چارواکو د بندیزونو وړانديز کړی دی.

د بندیزونو دا مسوده د جنورۍ پر ۲۰مه د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته ورکړل شوې ده.

په نخښه شویو کسانو کې د ایران د کورنیو چارو وزیر او د قانون پلي کوونکو ځواکونو سرپرست سکندر مومیني او د انقلابي ساتونکي ځواک امنیت ساتونکې ډلې شاملې دي. پر دوی تور دی چې سلګونه مظاهرچیان یې وژلي دي.

په دې بندیزونو کې د ایران داسې شپږ ادارې هم هدف ګرځول شوې دي چې د اروپايي ټولنې د چارواکو په وینا په ایران کې د احتجاج کوونکو د غږ په خاموشه کولو کې یې کردار ادا کړی دی.

په اسنادو کې راغلي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران ښايي د جنورۍ پر ۲۹مه په برسلز کې د کېدونکې غونډې پرمهال د دې بندیزونو منظوري ورکړي.

په بندیزونو کې د دې ایرانیو چارواکو د اثاثو کنګل کول او هغوی ته د ویزو ورکړه بندول شامل دي.

د دې بندیزونو عملي کېدو لپاره دا ضروري ده چې د اروپايي ټولنې د ټولو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران یې په یوه خوله منظور کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت د جنورۍ پر ۲۱مه پخلی وکړ چې په وروستیو مظاهرو کې ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي دي.

ایراني حکومت دا ارقام تر هغې څو ورځې وروسته خپاره کړي دي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په مظاهرو کې د "زرګونو کسانو وژل کېدل" تایید کړل.

البته د بشري حقونو د امریکا مېشتي سازمان خبري اژانس هرانا د احتجاجونو پر مهال له ۴،۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو وژل کېدل تاييد کړي او وايي، څه باندې ۹،۰۰۰ قضیې ارزوي. د بشري حقونو نورې ډلې هم د زرګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکوي.

مشال راډیو په ایران کې د انټرنېټ بندېدو له وجې په خپلواکه توګه د ایراني حکومت او بشري حقونو ادارو ارقام نه شي تاییدولای.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانې او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې.

فعالان وايي چې په انټرنېټ بندير لګولو او امنیتي فشارونو له امله لاریونونه ورو، ورو کمزوري شول.

خامنه يي د جنورۍ پر ۱۷مه ولس ته په وینا کې مظاهرې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې وې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي."

نورو ایرانیو چارواکو هم مظاهرچیان بلوه ګر بللي، خو فعالان وايي چې حکومت د تاوتریخوالي اصلي مسوول دی.

XS
SM
MD
LG