د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې د تښتول شوي پخواني تاڼېدار مړی موندل شوی دی


په بنو کې پوليسو سيمه کلابنده کړې او د خلکو تالاشي کوي ـ انځور له ارشيفه
په بنو کې پوليسو سيمه کلابنده کړې او د خلکو تالاشي کوي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د پوليس تاڼې د پخواني مشر عابد وزیر مړی موندل شوی دی.

د بنو ځايي چارواکو د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې عابد وزیر د خدري مامند خېلو اوسېدونکی وو چې هم هلته د نومبر پر نهمه غرمه مهال په بازار کې په خپل ګاډي کې روان وو چې وسلوالو وتښتاوه او نامعلوم ځان ته یې ولېږداوه.

چارواکو زياته کړه چې د وزیر مړی د کینټ تاڼې په حدودو کې په داود شاه سيمه کې موندل شوی دی.

پولیسو په سیمه کې د لټون عمليات او پلټنې پیل کړې دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د نومبر پر ۱۱مه ناپېژندليو موټر سایکل سپرو وسلوالو د هوېد تاڼې په حدودو کې د صدر تاڼې د پلټنې د څانګې پر پولیس سرتېري ډزې وکړې او هغه يې وواژه.

همدا رنګه د نومبر پر نهمه په بنو کې د پوځ پر قافلې په برید کې دوه سرتېري ژوبل شوي ول.

د هغو بریدونو او د پولیسو د پخواني تاڼېدار د تښتولو او وژلو مسوولیت لا چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د بنو پولیسو د نومبر پر شپږمه په خدري مامندخېلو کې د وسلوالو پرضد عملیات وکړل. پولیس وايي، د عملیاتو پر مهال په څو ساعته نښته کې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.

د بنو پوليسو مشر سليم عباس کلاچي د نومبر پر اوومه رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې وویل چې په عملیاتو کې یو پولیس ووژل او نهه پولیس او څلور ولسي وګړي ژوبل شول.

کومې وسلوالې ډلې د عملیاتو او د پولیسو د دعوې په غبرګون کې څه نه ول ویلي.

په بنو او شاوخوا سیمو کې تر دې وړاندې هم وسلوالو حکومتي مامورین او سیمه ییز مشران تښتولي چې يوشمېر يې وروسته د سیمې د مشرانو په جرګو خوشې شوي دي.

د نومبر پر اوومه وسلوالو د یوې ځايي جرګې په هڅو د اوبو او برېښنا لېږدولو ادارې (واپډا) پينځه تښتولي کارکوونکي خوشې کړل.

پوليسو او جرګې نور وضاحت ور نه کړ چې د واپډا کارکوونکي چا تښتولي ول او په کومو شرايطو خوشې شوي دي.

وسلوالو د واپډا کارکوونکي د روان ۲۰۲۵ز کال د سېپټېمبر پر ۱۲مه د بنو چاوڼۍ تاڼې په حدودو کې د برېښنا نظام مرمت پر مهال تښتولي ول.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG