د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ کې له کوټې څخه پېښور ته پر تلونکي اورګاډي چاودنه شوې ده


په بلوچستان کې یو پوځي سرتېری پر جعفر اېکسپرېس تر وسلوال برید وروسته پر پټلۍ پهره کوي - د مارچ ۱۲مې انځور.
په بلوچستان کې یو پوځي سرتېری پر جعفر اېکسپرېس تر وسلوال برید وروسته پر پټلۍ پهره کوي - د مارچ ۱۲مې انځور.

د بلوچستان په مستونګ کې له کوټې څخه د لاهور او راولپېنډۍ پر لاره پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په خبره، چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

یو پولیس تاڼېدار اختر بنګلزي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د اګست ۱۰مې پر سهار له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۳۰ کېلومیټره لیرې سوېل ختیځ لوري ته له پروت سپېزنډ تمځي سره نېږدې شوې چې له کبله یې د اورګاډي انجن او شپږ ډبې (بوګۍ) له پټلۍ ښکته شوې.

دی وايي، د پټلۍ خرابېدو له وجې له کوټې څخه د پاکستان نورو برخو ته د مساپر لېږدوونکو اورګاډو تګ راتګ ځنډېدلی دی.

په کوټه کې د اورګاډي چارو ادارې ویاند کاشف احمد مشال راډیو ته وویل، کارکوونکي یې سیمې ته ورغلي او د پټلۍ رغولو او د پرېوتو ډبو پورته کولو چارې ترسره کوي.

دی وايي، خالي اورګاډی یې سپېزنډ ته لېږدولی او له هغه ځایه مساپر کوټې ته ستنوي.

احمد وايي، ټولو مساپرو ته د ټېکېټ پیسې ورسپاري.

دی زیاتوي، له پېښوره تلونکی اورګاډی سېوۍ ته رسېدلی چې د پټلۍ تر جوړېدو وروسته به کوټې ته روان شي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې. خو د مارچ پر ۱۱مه بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بلوچستان په بولان سیمه کې جعفر اېکسپرېس محاصره کړی وو. هغه مهال د پاکستان پوځ تایید کړې وه چې وسلوالې ډلې ۲۱ مساپر او څلور د ملېشې ځواک سرتېري وژلي دی. البته بي اېل اې هغه مهال د لسګونه استخباراتي کارکوونکو د وژلو دعوه کړې وه.

چارواکي وايي له پېښوره کوټې ته تلونکی اورګاډی سېوۍ ته رسېدلی دی - انځور له ارشیفه.
چارواکي وايي له پېښوره کوټې ته تلونکی اورګاډی سېوۍ ته رسېدلی دی - انځور له ارشیفه.

په مستونګ کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې چې د بلوچستان حکومت د اګست پر اوومه د "امنیتي اندېښنو" له کبله د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې د میاشتې تر پای پورې د موبایل ټېلېفون انټرنېټي خدماتو تړلو اعلان وکړ.

د پاکستان چارواکي وخت په وخت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې انټرنېټ او ټېلېفوني شبکې تړي او وايي، د دې موخه د ناامنۍ او د وسلوالو د فعالیتونو مخه نیول دي. چارواکي وايي، وسلوالې ډلې د حملو د پلانولو او داراز، د رېموټ کنټرول بمي بریدونو لپاره د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ کاروي.

په تېرو څلورو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني زیاته شوې او په جولای کې په هغه صوبه کې یوشمېر حملې وشوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي ووژل شول. د بلوچستان حکومت د جولای پر نهمه او ۱۰مه نېټه د امنیتي ګواښونو له کبله له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډولی وو.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په صوبه کې د هدفي عملیاتو پر مهال د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د اګست پر اتمه او نهمه په جلا، جلا بیانونو کې د اګست له اوومې څخه د اتمې تر شپې پورې په ژوب کې د ۴۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.

د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف په مارچ کې په یو بیان کې ویلي ول چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاته کړې یې وه چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG