د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت شپې مهال د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی


یوشمېر مساپر کوټې ته تر رسېدو وروسته د بسونو په اډه کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
یوشمېر مساپر کوټې ته تر رسېدو وروسته د بسونو په اډه کې ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د بلوچستان حکومت په صوبه کې شپې مهال د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

صوبايي حکومت د اګست پر ۱۲مه په بیان کې ویلي، دا پرېکړه د ټرانسپورټي چارو صوبايي سېکرټر حیات کاکړ په مشرۍ په غونډه کې شوې چې موخه یې د ولسي وګړو خوندیتوب دی.

حکومت تر غونډې وروسته په بیان کې ټرانسپورټرانو ته امر کړی دی چې د مازیګر له پینځو څخه دې د سهار تر پینځو پورې مساپر نه لېږدوي.

حکومت د ګاډو ډرېورانو ته خبرداری ورکړی دی چې که د بندیز سرغړونه یې وکړه نو پرضد به یې قانوني اقدام کوي.

چارواکو دا نه دي ویلي چې دا بندیز به تر کومې مودې پورې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه ده او وسلوالو د جولای له پیل راهیسې بریدونو ته زور ورکړی دی او حکومت د امنیتي اندېښنو له کبله د اګست تر پایه په صوبه کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړلی دی.

د اګست پر ۱۰مه وسلوالو په مستونګ کې پېښور ته پر تلونکي اورګاډي چاودنه وکړه چې له کبله یې له کوټې څخه د پاکستان مختلفو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ودرېد. چارواکي وايي، د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو تر لمانځغونډو وروسته به د اورګاډو تګ راتګ بحال کړي.

په بلوچستان کې یو بس هندو زایرین لېږدوي - انځور له ارشیفه.
په بلوچستان کې یو بس هندو زایرین لېږدوي - انځور له ارشیفه.

د اګست پر ۱۰مه نېټه وسلوالو د پښتون مېشته سیمې زیارت د انتظامي افسر یا اسېسټنټ کمېشنر او د هغه زوی وتښتول چې لا هم نه دي موندل شوي.

د بلوچستان ټرانسپورټرانو پر تازه پرېکړه خواشیني ښوولې ده او له حکومته یې غوښتي دي چې ورته دې شپې مهال د ګاډو چلولو اجازه ورکړي ځکه چې په ورځ کې ګرمي زیاته وي او سپرلۍ له مشکلاتو سره مخامخېږي.

په کوټه کې د ټرانسپورټرانو د ټولنې یو مشر حافظ لهړي د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، دا پرېکړه ډرېورانو او ټرانسپورټرانو ته مالي زیان اړوي.

خو د بلوچستان حکومتي ویاند شاهد رند مشال راډیو ته وویل، دا اقدام یې د مساپرو د خوندیتوب لپاره کړی دی.

په بلوچستان کې وسلوالې ډلې وخت په وخت پر مساپر لېږدوونکو ګاډو حملې کوي. په جولای کې وسلوالو په قلات کې پر مساپر لېږدوونکي بس برید کړی وو چې پکې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او اووه ټپیان ول. بېلتونپاله ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې وه. د همغې میاشتې پر ۱۰مه نېټه وسلوالو په ژوب کې له مساپر لېږدوونکي ګاډي څخه نهه تنه، چې د پنجاب اوسېدونکي ول، ښکته کړي او وژلي ول. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.

په تېرو څلورو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني زیاته شوې. په همدې حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په صوبه کې د هدفي عملیاتو پر مهال د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د اګست پر اتمه او نهمه په جلا، جلا بیانونو کې د اګست له اوومې څخه د اتمې تر شپې پورې په ژوب کې د ۴۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.

د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف په مارچ کې په یو بیان کې ویلي ول چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاته کړې یې وه چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.

د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG