د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۱۴۰ کېلومیټره لیرې جنوب لوري ته په پراته ښار قلات کې د لېویز ځواک په پوسته په وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.
د قلات د لېویز ځواک ویاند نبي بخش انجم په بیان کې ویلي دي چې برید د فبرورۍ پر ۱۶مه سهار وختي شوی دی.
دی وايي، د لېویز ځواک سرتېرو پر وسلوالو ډزې وکړې خو هغوی په تېښته کې بریالي شول.
انجم زیاتوي چې ژوبل سرتېري یې د ښار په روغتون کې بستر کړي دي.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په بلوچستان کې د بېلتونپالو بلوڅ وسلوالو په ګډون یوشمېر ډلې فعاله دي او په هغه صوبه کې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې امنیتي وضع خرابه ده او وسلوال وخت په وخت پر امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو بریدونه کوي.
د جنورۍ په پای کې وسلوالو د قلات په منګوچر کې د سپرلیو پر یو ګاډي برید وکړی وو چې پکې ۱۸ امنیتي سرتېري وژل شوي ول. وسلوالو تر برید وروسته په قلات کې د یو بانک ودانۍ هم سوځولې وه. بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغه برید ذمه واري منلې وه.
تر دې وروسته د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر بلوچستان ته ولاړ او هلته یې د وسلوالو ډلو د ختمولو هوډ تکرار کړ.
د پاکستان امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت په بلوچستان کې وسلوالو ته د درنو مرګ ژوبلو اړولو ادعاوې کوي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جنورۍ پر ۱۳مه په یو بیان کې دعوه کړې وه چې د بلوچستان په کچي سیمه کې یې ۲۷ وسلوال وژلي دي.
تر هغه وړاندې بلوڅ وسلوالو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۱۶مه د اووه امنیتي عسکرو د وژلو او ۱۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې وه.