د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ایین ساتنې تحریک د فبرورۍ پر اتمه په ټول ملک کې احتجاج او کاربندیز اعلان کړی

په تحريک تحفظ ايين پاکستان کې شامل ټول ګوندونو د اتمې فبرورۍ احتجاج او هړتال د ۲۰۲۴م کال د ډېسېمبر پر ۲۱مه کړی وو.
په تحريک تحفظ ايين پاکستان کې شامل ټول ګوندونو د اتمې فبرورۍ احتجاج او هړتال د ۲۰۲۴م کال د ډېسېمبر پر ۲۱مه کړی وو.

تحريک تحفظ ايين پاکستان او په دې کې شامل تر ټولو لوی حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف د فبرورۍ پر اتمه په ټول ملک کې احتجاج او کاربندیز اعلان کړی دی.

دوی وايي دا احتجاج او کاربندیز یې د دې لپاره اعلان کړی چې د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه د شویو انتخاباتو او د عمران خان نه خوشي کېدو پرضد خپل غږ بیا پورته کړي.

په تحريک تحفظ ايين پاکستان کې شامل ټول ګوندونه تور پورې کوي چې د ۲۰۲۴م په عامو انتخاباتو کې پوځ درغلۍ کړې وې او په ملک کې یې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړی وو.

دوی دا تور هم پورې کوي چې د هغو انتخاباتو په نتیجه کې رامنځ ته شوي د مسلم لیګ نون د شهباز شریف په مشرۍ اتحادي حکومت د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان په ناقانونه توګه بندي کړی دی.

پاکستان تحریک انصاف پر خپله رسمي ایکس پاڼه او نورو ټولنیزو رسنیو د پاکستان له ولسه غوښتنه کړې چې د فبرورۍ پر اتمه خپل کاروبارونه وتړي او د دوی په وینا، په ملک کې د رښتوني جمهوریت لپاره غږ پورته کړي.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت نه یوازې د اپوزېشن ګوندونو دا تورونه ردوي بلکې برعکس د پاکستان تحریک انصاف په ګډون په تحريک تحفظ ايين پاکستان کې شامل ګوندونه په دې تورنوي چې ګواکې د بهرنۍ ایجنډې پرمخ وړلو په ترڅ کې په ملک کې ګډوډي رامنځ ته کول غواړي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن هم په څرګنده توګه د اپوزېشن ګوندونو تورونه رد کړي او په ملک کې ترسره شوي عام انتخابات یې په پوره توګه شفاف بللي وو.

وفاقي حکومت د دې دریځ لپاره د دلیل په توګه تحریک انصاف په دې تورنوي چې د ۲۰۲۳م کال د مې پر نهمه یې په ملک کې ولس د پوځ پرضد کوڅو ته ایستی وو.

نه یوازې وفاقي حکومت او پوځ د مې نهمه په ملک کې د تورې ورځې په توګه اعلان کړې وه بلکې عدالتونو هم د پاکستان تحریک انصاف ګڼو مخکښانو ته بېلا بېلې سزاګانې هم اورولې دي.

خو پاکستان تحریک انصاف وايي چې د ملک جاسوسي ادارو په هغه ورځ د دوی د احتجاج په ترڅ کې داسې کړنې پلان کړې او ترسره کړې وې چې د دوی په وینا پر یاد ګوند بندیز او یا هم د هغه ځپلو ته لاره جوړه کړي.

د مې پر نهمه په پاکستان کې له هغه وروسته پراخ احتجاجونه شوي وو چې د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د درغلیو په یوه داسې مقدمه کې نیول شوی وو چې دی او ګوند یې بې بنسټه او پر سیاسي بدل اخیستې ولاړه بولي.

تحریک انصاف له هغه راهیسې د وفاقي حکومت پرضد وخت پر وخت احتجاجونه کوي او بیا یې د تحريک تحفظ ايين پاکستان په نامه د اپوزېشن ګوندونو اتحاد هم جوړی کړی دی.

د دې تحریک مشري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی کوي کوم چې دا وخت د تحریک انصاف په ملاتړ په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر هم دی.

محمود خان اڅکزي د ۲۰۲۴م کال د ډېسېمبر پر ۲۱مه په اسلام اباد کې د تحريک تحفظ ايين پاکستان تر دوه ورځنۍ غونډه وروسته اعلان کړی وو چې د فبرورۍ اتمه به د تورې ورځې په توګه لمانځي او په ټول ملک کې به احتجاج او کاربندیز ترسره کوي.

دوي وايي په ملک کې به کاربنديز او هړتال د کومې ګډوډۍ یا تاوتریخوالي لپاره نه بلکې د دوی د "غلا شوي مینډېټ د بېرته ترلاسه کولو" لپاره وي.

د تحریک تحفظ ايين پاکستان د اعلامیې له مخې، د هړتال موخه د هغو سیاسي بنديانو د ازادۍ غوښتنه هم ده چې په وینا یې د سیاسي اختلاف له امله بندیان شوي دي.

د دوی په بیان کې ویل شوي "دا غږ د عمران خان په ګډون د ټولو سیاسي اسیرانو د خوشې کېدو او له غلامۍ د نجات لپاره دی."

د تحریک انصاف په ګډون په تحريک تحفظ ايين پاکستان کې شامل ټول ګوندونه تور پورې کوي چې وفاقي حکومت په ناقانونه توګه له عمران خان سره د ملاقاتونو اجازه نه ورکوي بلکې د هغه شخصي ډاکټران هم دې ته نه پرېږدي چې د هغه معاینه وکړي.

پاکستان تحریک انصاف د دې لپاره په راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته عریضه هم کړې وه کومه چې یاد عدالت د فبرورۍ پر اتمه رد کړه. وفاقي حکومت هم وايي چې د عمران خان روغتیايي حالت بلکل ښه دی.

XS
SM
MD
LG