د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام لومړۍ لوبه پاکستان وګتله

د پاکستان فهیم اشرف د ۲ وکټونو اخیستو ترڅنګ په ۱۱ بالونو ۲۹ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د پاکستان فهیم اشرف د ۲ وکټونو اخیستو ترڅنګ په ۱۱ بالونو ۲۹ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پاکستان د نېدرلېنډز لوبډلې ته په درو وکټونو ماتې ورکړه.

د فبرورۍ پر اوومه د سري لنکا په کولمبو کې ترسره شوې دې لوبه کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې نېدرلېنډز ته د بېټنګ بلنه ورکړه.

د یادې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې د ۱۴۷ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول. په دوی کې کپتان سکاټ اېډورډز ۳۷، بس دي لېډې ۳۰ او مایکل لیویت ۲۴ منډې وکړې.

د پاکستان له خوا سلمان مرزا ۳، محمد نواز، صایم ایوب او ابرار احمد ۲، ۲ وکټونه واخیستل.

پاکستانۍ لوبډ‌لې ورکړل شوی د ۱۴۸ منډو هدف په داسې وخت کې د اوو وکټونو په زیان ترلاسه کړ چې یوازې ۳ بالونه یې پاتې شو.

د پاکستان له خوا که څه هم صاحبرزاده فرحان ۴۷، صایم ایوب ۲۴ منډې وکړې خو تر ټولو په زړه پورې او ګټوره لوبه فهیم اشرف وکړه. هغه په ۱۱ بالونو ۲۹ منډې وکړې او لوبه یې وګټله.

د پیل شوي نړیوال کپ په لومړۍ ورځ دوې نورې لوبې هم ترسره کېږي. په دې کې ویسټ انډیز له سکاټلېنډ او هند له امریکا سره لوبېږي.

د کرکټ نړیوال جام د فبرورۍ پر اوومه په هند او سري لنکا کې پیل شو او د پای لوبه یې د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.

په دې نړیوال جام کې ټول ۲۰ هیوادونه برخه اخلي چې د اې، بي، سي او ډي په نومونو په څلور ډلو کې وېشل شوي دي.

د افغانستان لوبډله د نړیوال جام په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر اتمه د هند په چنايي کې د نیوزي لېنډ په وړاندې ترسره کوي.

اې ډله: پاکستان، هند، نمېبیا، امریکا او نېدرلېنډز.

بي ډله: اسټرالیا، عمان، ایرلېنډ، سري لنکا او زمبابوې.

سي ډله: انګلېنډ، اټالیا، نیپال، سکاټېلنډ او ویسټ انډیز

ډي ډله: افغانستان، نیوزي لېنډ، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات

XS
SM
MD
LG