د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د اور لګېدو په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي


اور پر اېم اې جناح سړک ولاړې پلازه کې لګېدلی دی.
اور پر اېم اې جناح سړک ولاړې پلازه کې لګېدلی دی.

په کراچۍ کې په یوې پلازه کې د اور لګېدو په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ ټپیان دي.

اور په اېم اې جناح سړک د جنورۍ پر ۱۷مه د ماخستن په شاوخوا لس نیمې بجې د ګل پلازې پر لومړي پوړ ولګېد.

په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند حسان الحسیب رويټرز اژانس ته ويلي چې د اورلګېدو اطلاع ترلاسه کولو سره سم یې د ژغورنکو ډله د اور وژلو لپاره واستوله خو اور نورو پوړونو ته خور شوی وو.

نوموړي د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ويلي چې د اور لګېدو له امله ۲۰ تنه زخمیان شوي هم دي. د هغه په وینا چې په پلازه کې شاوخوا ۱،۲۰۰ دوکانونه دي.

د پولیسو یو چارواکي محسن رضا رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې له لومړینو معلوماتو څرګندېږي چې اور په یو دوکان کې د بجلۍ سرکټ د شارټ کېدو له وجې لګیدلی دی.

د ۲۰۲۵ز کال د جون په میاشت کې هم د کراچۍ په یوه کارخانه کې اورلګېدلی وو چې پکې ۵ اور وژونکي ژوبل شوي ول چې ورباندې د ۳۰ ساعتونو تر هڅو وروسته قابو موندل شوی وو.

XS
SM
MD
LG