د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د جنورۍ پر ۱۴مه د سکرو په یوه کان کې چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان ژوبل کړي دي.
د نوښار ضلعې د پولیسو ویاند سید ترک علي شاه د پېښې پخلی وکړ خو نور تفصيل یې له مشال راډیو سره شریک نه کړل.
د نوښار په چراټ کې د سکرو د کانونو د مزدورانو د اتحادیې چارواکو د معلوماتو له مخې، چاودنه په کان کې د زهرجن ګیس د جمع کېدو له وجې شوې ده.
دوی زياته کړه چې ژوبل کسان د پېښور په حیات اباد کې د سوځېدلو کسانو د درملنې مرکز ته رسول شوي دي.
د مزدورانو د اتحادیې چارواکي وايي، ژوبل ټول کسان د خیبر پښتونخوا د شانګلې دي چې پکې دوه وروڼه هم شامل دي.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبو کې د سکرو په کانونو کې تر دې وړاندې هم دا ډول حادثې شوې دي، چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار د سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي۔
د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د کویلې کان کیندونکي په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.
په پاکستان کې د سکرو زیاتره کان کیندونکي د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د شانګلې په ګډون د ملاکنډ ډېوېژن، او د افغانستان اوسېدونکي دي.